۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام: افغانستان څلورم مقام خپل کړ

د انځور حقوق ACB
Image caption دا لومړی ځل و چې افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ جام سياليو نيمه پايلوبې ته ووت

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په ۲۰۱۸ کال نړیوال جام سیالیو کې د لومړي ځل لپاره څلورم ځای ترلاسه کړ.

دا سیالۍ د جنوري په ۱۳مه نیټه په نیوزیلنډ کې د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې، چی ټولې لوبډلې په څلورو ګروپونو ویشل شوې وې، د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د دغو سیالیو په ډي ګروپ کې ځای درلود او د ګروپ پیاوړو لوبډلو پاکستان او سریلانکا ته یی په ستر توپیر ماتې ورکولو سره د دې جام منځلوبې (کوارټر فاینل) ته لار پیدا کړه.

افغانستان په کوارټر فاینل کې له کوربه هېواد نیوزیلنډ سره مخامخ شو، چې په پایله یی د افغانستان په بریا تمامه شوه او نیمه پایلوبې ته یی لار ومونده، چې هلته یی له استرالیا څخه ماتې وخوړه او د درېیم مقام خپلولو له پاره له پاکستان سره مخامخ کېده.

ټاکل شوې وه، یاده لوبه نن ترسره شي خو د اورښت له کبله و نه شوه او په پایله کې له دې امله پاکستان ته درېیم مقام ورکړل شو، چی په ګروپي سیالیو کې یی د ګروپ په سر کې ځای خپل کړی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې سياليو کې افغانستان کوربه هېواد نيوزيلنډ ته په ۲۰۳ منډو ماته ورکړه

هیره دې نه وي چی افغانستان د روان جام سیالیو په لړ کې پاکستان ته په ستر توپیر ماتې سره ورکړې وه. د یادولو ده، چی د نړیوال جام سیالیو له پیل څخه وړاندې تیاری درلود، د دوه اوونیو لپاره یی په کابل او د ۲۵ ورځو لپاره یی په نیوزیلنډ کې تمریناتي کمپ او د نیوزیلنډ ځای لوبډلو سره تمریناتي لوبې ترسره کړې.

ټاکل شوې د روان ۱۲ځلې نړیوال جام پایلوبه، د فبروري په ۳ نیټه د هندوستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب