پېښور زلمي، لاهور قلندرز ته په ۱۰ ویکټو ماتې ورکړه

پاکستان غوره لیک سیالۍ د انځور حقوق PSL

پېښور زلمي لوبډلې د پاکستان غوره لیګ سیالیو درېیم پړاو په ۱۴ لوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې ته په ۱۰ ویکټونو ماتې ورکړه.

د لاهور قلندرز لوبډلې مشر میک کلم پچه وګټله او لومړی یې د بېټینګ یا توپ وهنې پرېکړه وکړه. د لاهور قلندرز ټول لوبغاړي په ۱۸ اوور کې له میدانه بهر شول. د پېښور زلمي لوبډلې لیام ډوسن او حسن علي هر یوه درې وېکټې تر لاسه کړې.

پېښور زلمي لوبډله وتوانېده په ۱۴ اوور کې د ۱۰۱ منډو هدف په اسانۍ تر لاسه کړي. د دغې ډلې اوپنرانو کامران اکمل او تمیم اقبال د وېکټ له لاسه ورکولو پرته هدفه ته ورسېدل.

کامران اکمل دغه لوبه کې ۵۷ او تمیم اقبال ۳۷ منډې وکړې. له دې مخکې لاهور قلندرز لوبډلې ۱۸ اوور کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۱۰۰ منډې جوړې کړې وې.

لاهور قلندرز خورا چټکه لوبه پیل کړه او لوبډلمشر برینډن میکلم له اوپنر فخر الزمان سره په شریکه د ۴۳ منډو شریک سکور تر لاسه کړ، خو د دوی له سوځېدو وروسته یې لوبډلې د ۴۳ منډو بدل کې نهه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د لاهور قلندرز اوپنر فخر الزمان د پېښور زلمي توپ اچوونکي ثمین ګل په لومړي اوور کې له یوې شپږیزې او دوو څلوریزو سره خپلې لوبډلې ته غوره پیلامه وکړه.

د پېښور زلمي بالر حسن علي پر خپل توپ د مک کلم له کیچ سره د لاهور قلندرز لومړۍ وېکټه تر لاسه کړه.

مک کلم ته د حسن علي پر مخکیني نوبال فري هیټ ورکړل شو او شپږیزه یې تر لاسه کړې وه او د ۱۵ منډو له جوړولو وروسته له لوبې بهر شو.

د ۱۳ اوور له پای ته رسېدو وروسته د لاهور قلندرز شپږ لوبغاړي له میدانه بهر وو او ۹۱ منډې یې جوړې کړې وې. دوی له پنځو اوورنو لوبې ایله ۲۴ منډې تر لاسه کړې او درې وېکټې یې له لاسه ورکړې.

د انځور حقوق PSL

د لاهور قلندر اوپنر فخر زمان د لیام ډوسن له لاسه وسوځېد، چې په کیڼ لاس بالینګ کوي.

فخر الزمان د ۱۷ توپونو له لوبولو وروسته ۳۰ منډې جوړې کړې او لانګ ان کې یې حسن علي کیچ ونیو. لیام ډوسن له دې سملاسي وروسته په دویم توپ سره دنیش رامدین هم له میدانه بهر کړ.

د پېښور زلمي لیام ډوسن درېیو اورونو کې د ۱۸ منډو بدل کې د لاهور قلندرز درې لوبغاړي له میدانه بهر کړل.

د پېښور زلمي نوی لوبډلمشر

پېښور زلمي لوبډله کې دوه بدلونونه راغلي وو. د لوبډلمشر ډېرن سیمي ټپي کېدو له کبله د هغه پر ځای محمد حفیظ لوبډلمشري کوي او بل بدلون د حسن علي دی، چې دغو سیالیو کې لومړی ځل لوبېږي.

د پېښور زلمي لوبه

د پېښور زلمي له لوري کامران اکمل او تمیم اقبال لوبه پیل کړه.

لاهور قلندرز له دې مخکې روانو سیالیو کې څلور لوبې کړې او ټولې یې بایللې دي. پېښور زلميانو هم له دې مخکې څلور لوبې کړې، چې دوې یې بایللې او دوې یې ګټلې دي.

د شنبې پر ورځ د کویټه ګلډیټرز او ملتان سلطانز تر منځ سیالیو کې بریا د ملتان سلطانز په برخه شوه.

د انځور حقوق PSL
Image caption لاهور قلندرز پچه وګټله او لومړی یې د بېټینګ پرېکړه وکړه

اړونده مطالب

ورته مطالب