هندی کرېکټر په کورني تاوتریخوالي تورن شو

د انځور حقوق Twitter
Image caption شامي او مېرمن یې حسین جهان.

د هند کرېکټ یو وتلی لوبغاړی محمد شامي له هغه وروسته پولیسو په کورني تاوتریخوالي تورن کړ چې مېرمن یې ترې شکایت وکړ.

پولیس وايي، ۲۷ کلن محمد شامي- چې چټک توپ اچوونکی دی- د قانون له مخې د وژلو، بې هوشه کولو او جنايي جرمونو په هڅه تورن دی.

* د مسلمان لوبغاړي اوښکو د ملتپالنې بحث را پورته کړ

* " د پاکستان او هند کرېکټ لوبو کې مو هندوستانيان بولي"

ښاغلی شامي د ملي لوبډلې لپاره د هغو قراردادي لوبغاړو له نوملړ هم اېستل شوی چې د مارچ په اتمه د هند کرېکټ بورډ څار ډلې اعلان کړی و.

هغه د خپلې مېرمنې دا تورونه ردوي.

محمد شامي له ۲۰۱۲ کال راهیسې د هند په هر ډول کرېکټ لوبو کې ۸۷ ځله ګډون کړی، خو دا تورونه یې د لسو یا له هغه ډېرو کلونو بند سره مخ کولی شي.

دا تورونه څنګه ولګېدل؟

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد شامي دا تورونه ردوي.

حسین جهان تېره اونۍ خپل مېړه محمد شامي په زنا او کورني تاوتریخوالي تورن کړ.

د سې شنبې په ورځ مېرمن جهان د فیسبوک له لارې داسې څو ‎‎ پیغامونه خپاره کړل چې وايي د مېړه یې دي او ادعا کوي چې د دوی د واده په څلورو کلونو کې یې ښځو ته استولي دي.

هغه زیاتوي چې مېړه یې بیا بیا فزیکي او رواني شکنجه ور کړې ده او دا تور هم پر لګوي چې څو میینې(معشوقې) لري.

* "د هند او پاکستان ترمنځ کرېکټ لړۍ ناشونې ده"

* هند د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيواله اتلولي وګټله

دغه لوبغاړی- چې ۳۰ ازمایښتي جامونه یې ګټلي- دا اعاوې ردوي او د ځان پرضد یې د "لویې دسیسې" برخه بولي چې "په درواغو" ولاړه ده.

نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي: هغه څه چې زما د شخصي ژوند په هکله لیکل شوي یو مخ درواغ دي.

مېرمن جهان محکمې ته له خپل مشر لېور د جنسي تېري شکایت هم کړی دی.

د کرېکټ بورډ دریځ

د انځور حقوق Twitter
Image caption محمد شامي چټک توپ اچوونکی دی.

د هند کرېکټ بورډ څارډله وايي دغو ادعاوو دوی له لانجمن دریځ سره مخ کړي دي.

د کمېټې مشر ونود رای له کرېکټ اړوند وېبپاڼې ته ویلي په دودیز ډول ویلی شې چې دا شخصي مسله ده او تړون هم مسلکي مسله ده.

"خو یو څوک په اسانه ویلی شي چې په یو چا بد تورونه لګېدلي، خو تاسو یې لا هم نازوئ".

اړونده مطالب