راشد خان: د کپتانۍ فشار مې لوبه نه ده خرابه کړې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

راشد خان: د کپتانۍ فشار مې لوبه نه ده خرابه کړې

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان وایي، نړیوال جام سیالیو ته د غوراوي په لومړي پړاو کې افغانستان ښه لوبه ونکړه، خو دوی له خپلو تېروتنو زده کړې او لوبډله یې اوس د دویم پړاو لپاره چمتو ده.

له بي بي سي سره په خبرو کې راشد خان وویل، افغان لوبډله په دویم پړاو کې له ویسټ انډیز، آئرلنډ او متحده عربي اماراتو سره د لوبې لپاره بشپړ پلان لري.

راشد خان د یو شمېر کرېکټ مینه والو دا نظر هم رد کړ چې ګواکې د کپتانۍ یا لوبډلمشرۍ فشار د ده پر خپله لوبه بده اغېز کړی.

زموږ همکار حمید شجاع د یوې مرکې په پيل کې له راشد خان پوښتلي چې د دویم پړاو د لوبو په اړه څومره هیله من دی.

اړونده مطالب