نبي: د لوبډلې په انتخاب نيوکه بې ځايه ده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نبي وایي په ملي لوبډله نیوکه بې ځایه ده

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړى محمد نبي وايي همدې لوبډلې په شارجې کې زمبابوې ته څلور يو ماتې ورکړې وه هغه وخت ولې دا خبرې نه وې.

د افغان لوبډلې ستورى او مخکينى کپتان محمد نبي په خواله رسنيو د مينه والو هغه نيوکې نه مني چې وايي د لوبډلې انتخاب سم نه و شوى.

د بي بي سي د پښتو تلويزيون د لوبو له اوونيزې خپرونې سره په يوه مرکه کې محمد نبي په روانو لوبو کې له سکاټلنډ، زمبابوې او هانگ کانگ سره ماتې " بدمرغي" وبلله.

محمد نبي وويل: " د لوبډلې په انتخاب هغه کسان نيوکه کوي چې په کرېکټ نه پوهېږي که نه نو همدا لوبغاړي و چې په شارجې کې يې زمبابوې ته څلور يو ماتې ورکړه، هغه وخت ولې چا دا خبرې نه کولې؟"

محمد نبي د اصغر ستانکزي نشتوالى لوى لامل گڼي او وايي لويه بدمرغي دغه وه چې تر سياليو وړاندې کپتان ستانکزى ټپي شو.

افغان ستورى محمد نبي په دې باور دى چې اوس لوبډله بېرته پر ځاى شوې او په دويم پړاو کې به تر خپله وسه هڅه کوي چې لوبې وگټي.

محمد نبي وويل " له ويسټ انډيز سره به مو په لوبه کې ليدلي وي چې په هره برخه کې لوبغاړي ښه منظم و، اوس هم هڅه کوو چې په بله لوبه کې چې له متحدو عربو اماراتو سره ده ښه لوبه وکړو."

افغان الراونډر محمد نبي هيله من دى چې افغانستان په دويم پړاو کې پاتې دواړه لوبې له اماراتو او ايرلنډه وگټي خو وايي د منډو اوسط او د پواينټونو خبره به هم مهمه وي چې د نورو په پايلو پورې تړاو لري.

افغانستان د ٢٠١٩ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي تر سياليو وړاندې د ډېرو په گومان داسې لوبډله وه چې د بري هيلې يې ډېرې وې.

روزونکي فېلېپ سېمېن ويلي و چې دوى د غوراوي د پړاو د گټلو په هيله راغلي دي خو په لومړي پړاو کې درې پرله پسې ماتو اوس د افغانستان برخليک د نورو لوبډلو په پايلو پورې تړلى دى.