سهواګ: ګېل ای پي اېل وژغوره

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګېل د سږ کال ای پي اېل لومړۍ سلیزه ووهله.

د هند پخواني لوبغاړي او د کېنګز اېلېون پنجاب روزونکی وریندر سهواګ وایي دوی د هند ای پې اېل لوبې وژغورلې.

ده دا خبره هغه مهال په یوه ټویټ کې کړې چې د وېسټ اینډیز توپ وهونکي کرېس ګېل په تېره لوبه کې سلیزه وکړه.

سهواګ په ټویټ کې لیکي "ما ګېل واخیست او ای پي اېل مې وژغوره."

د ده په ځواب کې ګېل سمدستې په ټویټر ولیکل چې "هو." همدغه خبره د دې لامل شوه چې د دوی ټویټونه په زرګونه ځله خوښ شول.

په بولۍ کې هېڅ ټیم کرېس ګېل رانه نیو، خو چې کله د وروستي ځل لپاره ګېل بولۍ ته وړاندې شو نو کېنګز اېلیون پنجاب په کمه بیه راونیو.

ګېل په لومړۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره پنځوسیزه وکړه او د حیدرآباد پر خلاف یې سلیزه ووهله چې د روان کال د ای پي ایل لومړۍ سلیزه وه.

دا په ای پي اېل کې د ګېل ۷مه سلیزه وه.

د سهواګ ټویټ:

یوه بل کس بیا لیکلي چې رایل چلنجرز بنګلور چې ګېل پرېښود نو لویه غلطي وکړه. ځینې خو دا هم وایي چې د خپلې پخوانۍ لوبډلې پر خلاف به یې لوبه د لیدو وي.

د ای پي اېل د یوه کس لخوا تر ټولو ډېره منډې ۱۷۵ هم کرس ګېل کړې، د دې تر څنګ ګېل په ای پی اېل کې تر ټولو ډېرې شپږېزې هم وهلې دي.

د کرېس ګېل ځواب:

د انځور حقوق @REALPREITYZINTA
Image caption کرېس ګېل د کنګز الېون پنجاب لوبډلې له څښتنې پريټي زینټا سره.

اړونده مطالب