راشد خان: اول زدکړه بیا کرېکټ دی

د انځور حقوق NDTV
Image caption راشد په سږنیو اي پي اېل لوبو کې ۱۳ ویکټې ترلاسه کړې دي.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې یو وتلی لوبغاړی راشد خان وايي، په ای پي اېل او نورو بهرنیو لیګونو کې د افغان لوبغاړو ګډون د کورني کرېکټ د راتلونکي لپاره ګټور او ضروري بولي.

راشد خان د بي بي سی پښتو څانګې له خبر او نظر خپرونې چلوونکي عنایت الحق یاسیني سره خبرو کې وویل، هر افغان لوبغاړی هڅه کوي چې دې لوبو کې وځلېږي:

"هر افغان لوبغاړی چې په دې لوبه کې ځلېږي، د افغانانو او افغانستان نوم ور سره ځلېږي."

راشد خان پر ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لپاره هم د ای پي اېل خپلې او دوو نورو لوبغاړو تجربې ګټورې بولي.

دا افغان لوبغاړی د هندوستان په ای پي اېل کې سږکال د دیارلسو ویکټو په اخیستو سره شپږم ځای خپل کړی دی.

* کرېکټ: راشد خان د ریکارډونو لړۍ کې

* محمد نبي او راشد خان په کارابین کرېکټ سیالیو کې

نوموړی د تېر کال په څېر د سنرازیر حیدراباد لوبډلې په ګټه لوبېږي.

هغه وايي، ای پي اېل غټ لیګ دی، د نړۍ مشهور لوبغاړي پکې لوبېږي او دلته لوبه د افغان لوبډلې لپاره ډېر مهم دی:

"ډېر خوشال یم، ۱۳ ویکټې مې ترلاسه کړې دي. هیله من یم بیا هم دلته ولوبېږم."

دغې لوبډلې ۱۱سیالۍ کړې چې دوه یې بایللې. درې ڼورې لوبې دي. یوه دوشنبه ده او بل په ۱۷ او بله ۱۹ ده.

تېره لوبه کې یې کومه ویکټه وانخیسته، نوموړی وایي ویکټ اخیستل یا نه اخیستل ور باندې اغېز نه کوي، بلکې خپل بالېنګ ته ګوري چې څنګه یې کړی:

"بال مې سم کړی دی، نور د قسمت خبره ده، چې ویکټ واخلو که نه، خو هڅه مې د اده چې ښه توپ واچوم".

ریکارډونه

V د انځور حقوق India express
Image caption راشد وايي، هر افغان لوبغاړی هڅه کوي په ښه ځلېدو سره د افغانانو او افغانستان نوم لوړ کړي.

راشد مختلف ریکارډونه جوړ کړي دي، خو دی وايي د دې بریاوو خوشالیږي په دې چې د خپل هېواد او افغانانو لپاره دي:

"زه هڅه کوم داسې نورو سوداګریزو لوبو کې ښه ولوبېږو چې د افغانستان نوم ښه یاد شي، له خپلو لوبو خوشال یم.

هڅه مې دا ده چې له نورو مهمو لوبډلو سره په نورو لوبو کې هم ښه ولوبېږو."

* راشد خان په ای پي اېل کې بل ریکارډ جوړ کړ

* راشد خان به۱۰۰ ویکټو ته د رسېدو ریکارډ جوړ کړي؟

سږنیو ای پي اېل سیالیو کې پر راشد خان سربېره مجیب ځدراڼ او نبي عیسی خېل هم برخه لري.

سره له دې چې مجیب په یوه سیاله لوبډله کې ګډون لري، خو راشد خان وايي، کله چې توپ ورته اچوي، کوم ځانګړی احساس نه لري:

"زه، نبي او مجیب خپلمنځي مشورې کوو، له یو بل نه مشورې اخلو او پر تېرو سیالیو یو بل ته نظر ور کوو."

اول زدکړې که کرېکټ

د انځور حقوق Getty Images

افغانستان د کرېکټ لوبې په پراخېدو سره دې لوبې ته د ځوانانو پام ډېر شوی دی او ان ځینې ځوانان تر زدکړو هم کرېکټ ته پام ډېر کړی دی.

خو د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې یو وتلی لوبغاړی راشد خان وايي، د یو ښه لوبغاړي د جوړېدو لپاره هم زدکړې مهمې دي.

نوموړي د یوه اورېدونکي عبدالله فضلي د دې نیوکې په ځواب کې چې اوس ځینې ځوانان درس نه وايي یواځې کرېکټ ته یې مخه کړې وویل، چې کرېکټ هر وخت زده کېدلی شي، خو د زدکړو خپل عمر وي:

"لومړی تعلیم دی، کله چې مې زدکړې کولې او کریکټ مې کاوه، ټول تمرکز مې په زدکړو و، ټولو پیغام مې دا دی چې کرېکټ لوبه هر وخت کې کېږي، خو ماشومتوب کې د زدکړو لپاره ښه وخت دی، که زدکړې نه لرئ ممکن کرېکټ کې هم ستونزې درته پیدا شي، ځکه اول زدکړې بیا کرېکټ دی."

د نوموړي په خبره، که تعلیم وکړې ښه لوستی لوبغاړی به یې ځکه د هر لوبغاړي لپاره زدکړې لپاره مهمې دي.

درې شل اوریزې لوبې له بنګلدېش سره لري او راشد خان هیله من دی چې دې لوبو کې افغان لوبډله ښه وځلېږي.

له هغه مخکې د ویسټ اینډیز سره د ورلډ ایلیون لوبډلې په ګټه راشد خان غوره شوی او موخه یې ویسټ اینډیز کې د کرېکټ په چارو لګول کېږي.