د سويلي اسيا په لوبو کې افغانستان د باسکيټبال اتلولي خپله کړه

باسکيبال
Image caption افغانستان په لومړي ځل په نړيوالو سياليو کې د باسکيټبال اتلولي خپله کړه

د افغانستان د باسکتبال لوبډله د سوېلي اسيا د هېوادونو په ډله کې اتلوالۍ ته ورسېده او وروستۍ لوبه يې د هندوستان د لوبډلې سره وکړه چې دغه هېواد څو ځلې د دغو لوبو اتل پاتې شوى .

دا لومړى ځل دى چې د افغانستان د باسکټبال لوبډله له بهرنيو هېوادونو سره په لوبه کې اتلولۍ ته رسېږي .

په دغو لوبو کې چې په بنگلدېش کې ترسره شوې ، د سوېلي اسيا اتو هېوادونو برخه لرله .

د سويلي اسيا د هېوادونو په يوولسم پړاو کې د افغانستان د باسکټبال د ملي لوبډلې برى تر ډېره خلکو ته د نه باور خبره وه .

له يوې خوا خو دغه لوبه په دغه هېواد کې ډېره لرغونې نه ده او بله دا چې په دغه ډگر کې لا له پخوا هومره هڅې نه وې شوې لکه څومره يې چې تمه کېده .

د افغانستان د باسکټبال ملي لوبډلې د نيمه پايلوبې په په لومړي پړاو کې د پاکستان ، سريلانکا و نيپال لوبډلو ته ماته ورکړه او په وروستي پړاو کې يې د دغو لوبو اتل هندوستان ته هم ماته ورکړه .

د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې د رسنيو د برخې مشر عارف پيمان وايي چې د افغانستان ملي لوبډلې خپل سيال هندوستان ته د يو امتياز په توپير ماته ورکړه او د دغو لوبو اتلولي يې خپله کړه :

بهر مېشتي افغانان

((د افغانستان د باسکټبال لوبډلې د سوېلي اسيا د باسکټبال په سياليو کې لومړی مقام وګاټه ، دغې ډلې د هند، پاکستان او سريلانکا ټيمونو ته پرلپسې ماتې ورکړې، او په نيمه پايلوبه کې يې نيپال او پايلوبو کې يې هند ته ماتې ورکړې . ))

تر دې وړاندې د افغانستان د باسکټبال ملي لوبډلې په ٢٠٠٦ کال کې هم په قطر کې نړيوالو سياليو ته وتلې وه ، خو هغه مهال دغه لوبډله سمه و نه ځلېده .

دا ځل هغو افغانانو هم په دغو سياليو کې برخه واخيسته چې دا مهال له افغانستانه بهر په نورو لوېديځو هېوادونو کې ژوند کوي .

تر دې وړاندې له يوې خوا په افغانستان کې د دغه ورزش د پرمختگ لپاره شونتياوې په افغانستان کې نه وې او له بله پلوه دغې برخې ته هومره پاملرنه هم نه کېده .

خو د المپيک کميټه وايي دا مهال په کندهار ، هرات ، بلخ ، پروان او غزني ولايتونو کې د دغې لوبې لوبډلې شته چې په ځينو ولايتونو کې ښځينه لوبډلې هم جوړې شوې دي