د اروپا فوټبال : ارسنل پنځه پورتو صفر

سمير ناصري او بينتنا
Image caption سمير ناصري د لوبې دريم او تر ټولو ښکلى گول وکړ

د ارپا د اتلو کلبونو ترمنځ د فوټبال د اتلوليو په يوه لوبه کې تيره شپه ( سه شنبه د مارچ نهمه ) د انگلستان ارسنل د پرتگال پورتو ته غاښ ماتونکې ماتې ورکړه

د دوو لوبو دغه سيالي چې درې اوونۍ وړاندې يې لومړنۍ په پرتگال کې د پورتو په گټه مامه شوې وه دا ځل په بشپړ ډول يو خيزه وه .

د ارسنل ډنمارکي بريد کوونکي يا فارورډ لوبغاړي نيکلس بنتنا په لسمه دقيقه کې لومړنى گول وکړ.

بنتنا د روسي لوبغاړي ارشاوين له ښې لوبې گټه واخيسته او توپ يې خالي جال ته ورساوه .

د ارشاوين هڅه د پورتو گول ساتونکي او مدافع لوبغاړو راگرځولى و خو بنتنا ولاړ و چې له دغې طلايي موقعې گټه واخلي .

د لوبې په پنځه ويشتمه دقيقه کې بيا هم روسى او ډنمارکى لوبغاړى سره ملۀ شول او د پورتو جال يې په دويم ځل وخوځاوه .

دا ځل هم لوبه ارشاوين وکړه او گول د بنتنا په برخه شو .

د ناصري گول

د لوبې په لومړي هاف يا برخه کې رسنل نور چانسونه هم لرل خو گول يې ونه کړ .

په دويمه برخه کې فرانسوي لوبغاړي سمير ناصري د ارسنل دريم او تر ټولو ښکلى گول وکړ .

ناصري د ميدان په ښي اړخ کې د اوټ له کرښې سره توپ واخيست د پورتو درې لوبغاړي يې ونڅول ، د ډي کرښې ته ننوت بيا يې هم ترې راچاپيره لوبغاړي وغولول او ه ښکلي شارټ يې د پورت جال او د گول ستن وخوځوله .

لږ وروسته د ارشاوين تيزې منډې د عاج ساحل لوبغاړى ابويي د پورتو له لوبغاړو بې غمه کړ دۀ د پورتو گول ساتونکى وغولاوه او خالي گول ته يې توپ ورساوه .

ابويي د لوبې په وروستيو شېبو کې بيا د پورتو ډي ته ځان ورساوه دا ځل د پرتگالي کلب لوبغاړو راوپرځاوه او ارسنل پينالتي ترلاسه کړه .

دا پينالتي بنيتا گول کړه چې ورسره ارسنل پنځه صفر بريالى شو .

په لومړۍ لوبه کې پورتو دوه يو بريالى شوى و او په دې توگه د دوو لوبو لړۍ ارسنل شپږ دوه وگټله .

له لوبې وروسته د ارسنل روزونکي ارسن وينگر وويل چې خوښ به وي که د انگلستان له کومې لوبډلې سره په منځلوبه يا کواټفاينل کې مخامخ شي .

د انگلستان مانچستر يونايتيد او چلسي به د چارشنبه په ورځ له دوو ايتاليايي کلبونو سره بخت ازمويي .