هرات کې دوه زره ښځې په لوبو بوختې دي

هرات
Image caption د افغانستان د هرات په ولايت کې د ځينو نورو سيمو په پرتله په بيلا بيلو برخو کې د ميرمنو فعاليت ډير دى

د هرات په ولایت کې د چارواکو په وینا نیژدی دوه زره ښځنه لوبغاړې د فوتبال، والیبال، باسکېتبال ، تکواندو ،وشو او نورو سپورتي ډګرونو کې فعالیت لري .

په هرات کې د سپورتي چارو اداري مشر جامي وایي به تیره یوه اونۍ کې دغه لوبغاړو د هغو لوبو او سیالیو په ترڅ کې چې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت ترسره شوې په بيلا بيلو ډګرونو کې خپلی پیاوړتیاوې څرګندې کړې.

ښاغلی جامي وایي اوس په هرات کې د شځینه لوبډلو لپاره یو لوی جمنازیوم شته او د دوی د ودې زمینه څو برابره شوې: (( د هغې ورځی نه چې به هرات کې جمنازیوم جوړ شوی د پام وړ انکشاف په دې برخه کې راغلی ځکه موږ پخوا اړین امکانات نه درلودل او اوس یو مناسب ځای او جمنازیوم د ښځو لپاره لرو دا اونۍ هم چې تیره شوه د ښځینه لوبډلو ترمنځ د مارچ اتمې د ښځو نړیواله ورځې په مناسب لوبې ترسره شوې او دا د دوی لپاره د لاس ته راوړنو ډکه اونۍ وه )) چارواکې په داسې حال کې د ښځو د سپورتي فعالیتونو په ډګر کې د انکشاف او لاس ته راوړنې خبره کوي چې یوشمیر لوبغاړې بیا اوس هم د اړینو امکاناتو د نشتوالي نه ناخوښي څرګندوي.

د لوبغاړو گيله

په هرات کې د تکواندو یوه لوبغاړې ، فرحناز: ((د ښځینه لوبغاړو لپاره باید زیاتې سپورتي څانګې او میدانونه جوړ شي زیاتې آسانتیاوې باید موجودي وي ځکه ښځينه لوبغاړی وړتیا او د سپورت سره زیاته لیوالتیا لري په هره برخه کې د بیلګې په توګه د جسمي چمتووالي د جمیناستیک ، والیبال او باسیکتبال په برخو کې)) هرات د افغانستان یو له هغو ولایتونو نه دی چې د سپورتي فعالیتونو کړۍ پکې په زیاته کچه پراخه ده د دې ولایت لوبډلو په سیمه ییزه او بهرنیو سیالیو کې هم تر دې وړاندې لوړی درجې ګټلي .

کارپوهان وایي تراوسه سپورت د ډیری ځوانانو لپاره د اقتصادی ستونزو له کبله اصلي او لومړنۍ دنده نه ده اوسپورت د دوی لپاره د عوایدو په یوه سرچېنه نه ده اوښتي .

کارپوهان وایي ترهغو چې د لوبغاړو د تشویق او د دوی د ملاتړ په موخه په خانګړی توګه په اقتصادي برخه کې اړین ګامونه د دولت لخوا اوچت نه شي په زیاته کچه به د دوی لپاره پرمختګ ستنزمن کار وي.