دروګبا د 2009 کال د فوټبال غوره افريقايي لوبغاړی

دروګبا
Image caption دروګبا د ګانا په مرکز اکرا کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د افريقايي اتحاديې لخوا د غوره لوبغاړي لقب وګاټه .

د عاج ساحل غوره کپتان ديديېه دروګبا په 2009 کال کې د افريقا تر ټولو غوره فوټبال لوبغاړی ونومول شو . نوموړي پر خپل کاميروني ساموېل ايتو او ګانايي مايکل ايسيان پښه واړوله .

د عاج ساحل د فوټبال د ډلې مشر ديديېه دروګبا د تېر 2009 کال د افريقا غوره فوټبال لوبغاړی ونومول شو . نوموړي پر خپلو سيالانو (کاميروني ساموېل ايتو او ګانايي مايکل ايسيان) پښه واړوله .

دا درېيم ځل دی چې 32 کلن دروګبا ته دا لقب ورکول کېږي .

نوموړی په 2006 کال کې هم د افريقا د قارې غوره فوټبال لوبغاړی بلل شوی و .

دروګبا د کال د غوراوي په لوبو کې ښه وځلېده او خپل لوبډله يې ښه وروزله، چې سږکال د جنوبي افريقا په سياليو کې ښه وځلېږي .

نوموړي په تېرو لوبو کې خپلې ډلې ته پنځه اهداف هم ګټلي دي .

دروګبا ته دا لقب په افريقايي قاره کې د فوټبال د ملي لوبډلو د روزونکو د غوراوي په درشل کې په ټاکنو کې ورکړل شو .

که څه هم په لوبو کې د هغه سيال او د هسپانوۍ ډلې برشلونه ټېم مشر ايتو ښه وځلېده، خو د روزونکو په رای ورکولو کې دروګبا ډېرې رايې وګټلې .

ساموېل ايتو دا مهال د انټر ميلان په ايټالوي لوبډله کې دی ، چې په 2003، 2004 او 2005 کلونو کې يې پرلپسې درې ځلې د غوره لوبغاړي لقب ګټلی دی .

دروګبا د ګانا په مرکز اکرا کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د افريقايي اتحاديې لخوا د غوره لوبغاړي لقب وګاټه .