پيټرسن: د تلويزيون کامرو کريکټ لوبغاړي نوي فکر ته اړ کړي

پيټرسن
Image caption کېيون پيټرسن وايي اوس پر خپل تخنيک له سره غور کوي

د انگلستان د کريکټ پياوړى منډه جوړونکى او پخوانى کپتان کېيون پيټرسن په بنگله دېش کې د خبرو پر وخت ويلي نوې تيکنالوژۍ منډه جوړونکي اړ کړي چې پر خپل تخنيک بيا غور وکړي

پيټرسن چې په بنگله ديش کې د اوو نوبتونو يا اننگزونو په ترڅ کې يوازې ٦٩ منډې کړې وې تيره اوونۍ هغه وخت بيا وځليد چې له بنگله ديش سره په لومړۍ پنځه ورځنۍ لوبه کې په ٩٩ منډو وسوځيد

انگلستان هغه لوبه په ١٨١ منډو له کوربه هيواده وگټله

خو تر هغې لوبې وړاندې پيټرسن په پرله پسې ډول په کمو منډو سوځيده

د پيټرسن ستونزه له کيڼ لاسو سپېن بالرانو سره وه چې دى به يې ايل بي ډبليو اوټ کاوۀ

د انگلستان دغه پخوانى کپتان وايي اوس تيکنالوژي لوبڅارانو يا امپايرانو ته دا خبره اسانه کړې چې ژر منډه جوړونکى ايل بي ډبليو اوټ ورکړي

د ده په وينا پخوا لوبڅارانو بيا بيا فکر کاوه چې توپ به په رښتيا هم ويکټې ووههي که نه خو اوس د تيکنالوژي له برکته دا کار ورته اسانه شوى دى

کېيون پيټرسن وايي دى اوس اړ شوى چې په خپل تخنيک له سره غور وکړي چې لوبڅارانو ته د ده د اوټ ورکولو موقع ورنه کړي

کېيون پيټرسن په پنځه ورځنيو لوبو کې د نژدې پنځوسو منډو په اوسط منډې جوړي کړي دي او د نړۍ يو له خورا پياوړو منډه جوړونکو څخه گڼل کيږي .

ورته مطالب