افغان کريکټ لوبډلې په لاهور کې په تمرين پيل وکړ

افغان کريکټ لوبغاړي په لاهور کې
Image caption افغان لوبغاړي به درې پنځوس ورځنۍ او دوه شل اوريزې لوبې له پاکستاني منتخبې لوبډلې سره کوي .

په کويت کې د اسيا د کريکټ شورا د اتلوليو او تر هغه وروسته په ويسټ انډيز کې د کريکټ د شل اوريو نړيوالو اتلوليو لپاره د چمتو والي په نيت د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې په تمرين لاس پورې کړى دى.

د تمرينونو او ازمېښتي لوبو په نيت د افغانستان څورلس کسيزه لوبډله لاهور ته رسيدلې چې د پاکستان د کريکټ په ملي اکاډمۍ کې پر بيلا بيلو تخنيکونو او د لوبغاړو پر چمتووالي کار وکړي .

په دوبۍ کې د کريکټ د شل اوريزو اتلوليو د غوراوي په لوبو او وروسته له کانادا سره په سياليو کې چې کومې افغان لوبډلې برخه اخيستې وه په هغې کې اوس دوه بدلونونه راغلي دي .

شفيق الله شفق او افتاب عالم په نوې لوبډله کې ځاى نه لري او د هغوى پر ځاى کيڼ لاسى سپين بالر نصرت الله نصرت او منډه جوړونکى شبير نوري راغلي دي .

نصرت الله نصرت د بدخشان اوسيدونکى دى او په وروستي ځل يې تير کال هغه مهال په ملي لوبډله کې لوبه کړې وه چې په سويلي افريقا کې يې د نړيوالو اتلوليو د غوراوي لپاره هلې ځلې کولې .

د ننگرهار شبير نوري بيا له شل اوريزو سياليو وروسته په دوبۍ کې له کانادا سره په لوبو کې شامل و او ښه ځليدلى و .

افغانستان څلور لوبغاړي نور هم نومولي چې په کور به تمرينونه کوي او که چيرې د ملي لوبډلې څوک ټپي شو نو پر ځاى به يې هغوى راځي .

په دغو څلورو لوبغاړو کې د نولس کلنې لوبډلې څلور زلمي او پياوړي لوبغاړي ياد شوي دي چې افتاب عالم او عزت الله تيز بالران دي ، نجيب الله احمدي او حشمت الله شهيدي منډه جوړونکي دي .

افغانستان به په لاهور کې له تمرينونو سره جوخت پنځه ازمېښتي لوبې هم کوي چې شايد د پاکستان له اې لوبډلې او يا هم د پاکستان د کريکټ اکاډمۍ په نامۀ د پاکستان له غوره لوبغاړو جوړه شوې لوبډله وي .

افغان لوبغاړي به درې پنځوس ورځنۍ او دوه شل اوريزې لوبې له پاکستاني منتخبې لوبډلې سره کوي .

د دغو لوبو لومړنۍ يوه د يکشنبه (د مارچ ٢١ ) په ورځ د پاکستان د قذافي لوبغالي کې ترسره کيږي .

دا به له هغه راهيسته چې تير کال په لاهورکې د سرېلنکا پر ملي لوبډلې د وسله والو له خوا بريد شوى و لومړنى ځل وي چې په لاهور کې کومه بهرنۍ لوبډله لوبې ته زړۀ ښه کوي .

ورته مطالب