پاکستان له افغانستان سره د کريکټ پر پرمختيا خبرې وکړې

په اروپا کې ايرلينډ ، سکاټلنډ او هالنډ د انگلستان د يو ورځنيو لوبو په کورنيو سياليو کې گډون کوي چې د ډيرو په گومان د دغو هيوادونو د کريکټ په پرمختگ کې يې مهمه ونده لرلې ده.

د پاکستان د کريکټ چارواکو په لاهور کې د افغانستان د ملي لوبډلې د تمرينونو د هرکلي په ترڅ کې هيله ښوولې چې د دواړو هيوادونو ترمنځ به لوبيزې اړيکي لا پراخې شي .

د افغانستان د ملي لوبډلې له روزونکي او مهمو لوبغاړو سره په يوه غونډه کې د پاکستان د کريکت بورډ لوړ پوړي چارواکي منندوى ول چې افغان لوبډله لاهور ته ورغلې ده .

تير کال په لاهور کې د سرېلنکا پر ملي لوبډلې د وسله والو له خوا تر بريد وروسته پاکستان ته بهرنۍ لوبډلې نه ورځي.

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي کبير خان د بي بي سي پښتو ويبپاڼې د لوبو څانگې ته وويل چې دوى له وسيم باري ، انتخاب عالم ، وقار يونس او اعجاز احمد سره د دۀ په وينا مثبته غونډه درلوده .

وقار يونس او اعجاز احمد د پاکستان د ملي لوبډلې روزونکي دي او وسيم باري او انتخاب عالم د کريکټ بورد په چارو کې مهمې دندې لري .

کبير خان وويل په دغو خبرو کې په دې غور وشو چې په څه ډول پاکستان د افغانستان د کريکټ د پرمختيا لپاره کار کولى شي .

افغان روزونکي زياته کړه چې غونډې په دې غور وکړ چې افغانستان ته د پاکستان په کورني کريکت سيستم کې ځاى ورکړي چې افغان لوبغاړي لا ډيره تجربه ترلاسه کړي .

دا لا نه ده پتېيل شوې چې دا چاره به په څه ډول ترسره کيږي او افغان لوبډله به د پاکستان په څلور ورځنيو، يو ورځنيو که په شل اوريزو لوبو کې برخه اخلي .

په اروپا کې ايرلينډ ، سکاټلنډ او هالنډ د انگلستان د يو ورځنيو لوبو په کورنيو سياليو کې گډون کوي چې د ډيرو په گومان د دغو هيوادونو د کريکټ په پرمختگ کې يې مهمه ونده لرلې ده.

کبير خان دا هم وويل د پاکستان ملي لوبډله اوس په دې جدي غور کوي چې په راتلونکي کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره يو ورځنۍ او شل اوريزې لوبې وکړي.

ورته مطالب