شاهد اپريدى د پاکستان د کريکټ ملي لوبډلې کپتان شو

اپريدى
Image caption شاهد اپريدى خورا تکړه منډه جوړونکى او ورسره کامياب بالر دى

د پاکستان کرېکټ بورډ راتلونکو شل اوريزو نړيوالو اتلوليو ته د خپلې لوبډلي مشري ياکپتاني شاهد اپريدي ته سپارلې ده.

د اى سي سي يا د کريکټ نړيوالې شورا تير کال پر شاهد اپريدي پر پنډوسکي يا توپ د خولې لګولو له امله چې پر ټلوېزيون ليدل شوی و، په دوو لوبو کې بنديز لګولی چې هغه دواړه لوبې اوس تېرې شوي دي.

دهغې پېښې له امله د پاکستان د کريکټ بورد پر شاهد اپريدي نقدي جريمه هم ولگوله او خبردارى يې ورکړ چې د دۀ حرکات به تر څو مياشتو له نژدې څارنه کوي .

د خيبر په دره کې زيږيدلى شاهد اپريدى په نړۍ کې د تيزې لوبې له امله ځانگړى نوم لري .

بوم بوم

اپريدى د خپلې تيزې لوبې ، شپږيزو او څلوريزو له امله اوس پر بوم بوم اپريدي مشهور شوى دى.

شاهد اپريدي تير کال د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې خورا ښه لوبه کړې وه او د هغه وخت کپتان چې د مردان اوسيدونکى يونس خان و د شاهد له لوبې خوښ اېسيده .

يونس خان په شل اوريزو لوبو کې له برخې اخيستو لاس اخيستى دى او اوس په لوبډله کې نشته .

شاهد اپريدى به په ويسټ انډيز کې اوس د پاکستان د اتلولۍ دفاع کوي .

دا د کرېکټ (۲۰/۲۰) يا شل اوريزو لوبو درېيمه اتلولي ده چې په راتلونکې اپريل - مۍ کې په وېسټ انډيز کې ترسره کېږي.

افغانستان هم په دغو اتلوليو کې په لومړي ځل تر هغه وروسته برخه اخلي چې د فبروري په مياشت کې يې د غوراوي لوبې وگټلې .

افغانستان به په دغو اتلوليو کې خپله لومړۍ لوبه د (مې) په لومړۍ له هند سره کوي.

ورته مطالب