د هالنډ او ارسنل فاروډ لوبې ته ستنيدونکى دى

د انگلستان د فوتبال وتلې لوبډلې ارسنل ويلي دي چې د دوى ستورى او تکړه بريد کوونکى يا فارورډ لوبغاړى رابين وان پرسي په رغيدا دى .

وان پر سي چې د نومبر په مياشت کې د هالنډ په ملي لوبډله کې لوبيدۀ او له ايټاليا سره د سيالۍ په ترڅ کې ټپي شو تر اوسه بيا نه و توانيدلى چې لوبه وکړي .

تر ټپي کيدا وړاندې وان پرسي د ارسنل له خوا په يولس لوبو کې اووه گولونه کړي و.

وان پرسي د هالنډ يو له ډيرو تکړه لوبغاړو څخه بلل کيږي که چيرې نور ټپيونه دى له پښو وانه چوي نو ډير امکان شته چې د روان کال په نړيوالو اتلوليو کې د خپل هيواد استازيتوب وکړي .

لندن ته ستنيدا

د لندن کلب ارسنل ويلي چې وان پرسي به راتلونکې اوونۍ له هالنډه بيرته انگلستان ته راځي چې لوبه وکړي.

وان پرسي به په پيل کې تمريني لوبې کوي او شايد د ارسنل په وروستيو څلورو لوبو کې گډون هم وکړي .

ارسنل اوس د انگلستان په ليگ کې په دويم نمبر دى او د اروپا د اتلو کلبونو د اتلوليو يا چمپينزليگ په سياليو کې منځلوبو ته رسيدلى دى.

ورته مطالب