پرتګالي ناني له مانچستر يونايټيډ سره خپل قرارد داد وغځاوۀ

لويس ناني
Image caption لویس ناني له مانچستر سره تر يوځای کېدو وروسته په ۹۴ سیاليو کې ۱۲ هدفونه ګټلي، چې تراوسه په دغه لوبډله کې غوره لوبغاړی بلل شوی .

د فوټبال پرتګالي لوبغاړي لويس ناني له خپلې مانچسټر يونايټيډ لوبډلې سره قرارداد تر ۲۰۱۴ کال پورې غځولی دی .

وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې ګني ښاغلی ناني به په راتلونکي فصل کې له مانچستر څخه ووځي .

خو نوموړي د قرارداد په غځولو سره دغو ګنګوسو ته ځواب ووايه .

۲۳ کلن ناني دا موسم په مانچستر لوبډله کې ښه ځلېدلی دی .

دی په ۲۰۰۷ کال کې له سپورتينګ لشبونه لوبډلې ووت او له مانچستر يونايټيډ سره يوځای شو .

دغه پرتګالي لوبغاړي د روزونکي اليکس ويرجسن لپاره ډېره بريا ترلاسه کړه .

ناني وايي: "زۀ د خپل قرارداد په غځولو ډېر خوشاله يم، په مانچسټر يونايټيډ کې زما خوبونه رښتيا شول، له دغې لوبډلې مې ډېر څه زده کړل، چې دا مهال د نړۍ د غوره لوبغاړو ترڅنګ لوبېږم، ښايي په لانورو برياوو سره ښه وستايل شم."

بل خوا ويرجسن هم په خپله لوبډله کې د ناني د پاتې کېدو په اړه خوښي ښوولې ده، او وايي چې "ناني يوه بېله وړتيا لري، ده زموږ په لوبډله کې تر جذبېدو وروسته خپله وړتيا دوه برابره زياته کړې ده، په ځانګړې توګه په دې موسم کې."

ويرجسن زياتوي: "موږ له ده سره د قرارداد په غځولو خوښ يو او زۀ باوري يم چې په مانچستر يونايټيډ کې به دی ښه راتلونکی ولري . "

د ويلو ده چې مانچستر يونايټيډ دا مهال د انګليسي فوټبال لوبو په درشل کې ښه ځلېدلی او په تېرو موسمونو کې يې ښې برياوې ترلاسه کړې دي .

دغه لوبډله په اروپايي اتلوليو کې د لوبېدو وړتيا لري او هلته به له الماني ايرن مونيخ سره مخامخ شي .

لویس ناني له مانچستر سره تر يوځای کېدو وروسته په ۹۴ سیاليو کې ۱۲ هدفونه ګټلي، چې تراوسه په دغه لوبډله کې غوره لوبغاړی بلل شوی .

دغه لوبغاړی به د د جولای پر ۱۱مه د سوېلي افريقا په سياليو کې راميدان ته شي .

ورته مطالب