د پاکستان مخکينى کپتان له نړيوالو کريکټ لوبو لاس په سر شو

يوسف
Image caption محمد يوسف له اته اتيا پنځه ورځنيو لوبو او ٢٨٨ يو ورځنيو رسمي نړيوالو لوبو وروسته له لوبې لاس په سر شو

د پاکستان د کريکټ يو له مخکښو منډه جوړونکو او مخکيني کپتان محمد يوسف د دوشنبه په ورځ له نړيوالو لوبو استعفى وکړه .

محمد يوسف چې يو وخت عيسوى و او يوسف يوحانا نوميده وروسته مسلمان شو او نوم يې بدل کړ .

دى په دې وروستيو کې د پاکستان د ملي لوبډلې کپتان ونومول شو او استراليا ته يې د خپلې لوبډلې د مشر په توگه سفر وکړ .

په استراليا کې پاکستان له کوربه هيواد سره نهه لوبې وکړې چې ټولې يې وبايللې .

له هغو ناکاميو وروسته د پاکستان د کريکټ بورډ د لوبډلې د نظم خرابولو په تور پر محمد يوسف بنديز ولگاوه .

په پيل کې ويل کيدل چې د ټول عمر بنديز پرې لگيدلى دى خو وروسته د پاکستان کريکټ بورډ وويل چې د ده بنديز دايمي نه دى .

له يونس خان سره توپير

داسې تورونه و چې محمد يوسف له يوۀ بل مخکيني کپتان يونس خان سره جوړ نه و او د دوى دواړو ترمنځ تربگني د ټيم د خرابې لوبې سبب شوه .

په مردان کې زيږيدلى يونس خان هم اوس د پاکستان د کريکټ بورډ له خوا له بنديز سره مخامخ دى.

محمد يوسف د پاکستان له خوا اته اتيا پنځه ورځنۍ لوبې وکړې چې له هغې ډلې په نهو کې کپتان هم و .

يوسف اووه زره څلور سوه يو ديرش منډې وکړې چې اوسط يې تر درې پنځوس پورته و او د نړۍ يو له ښو منډه جوړونکو څخه بلل کيدۀ .

محمد يوسف په خپل دولس کلن لوبيز ژوند کې څلورويشت سليزې هم په پنځه ورځنيو لوبو کې وکړې .

دى د پاکستان د کريکت په تاريخ کې له جاويد ميانداد او انظام الحق څخه وروسته د تر ټولو ډيرو منډو خاوند دى .

تر ټولو بريالى کال

محمد يوسف په ٢٠٠٦ کال کې هغه وخت ډير وځليد چې په يوه لوبيز کال کې يې نژدې اتلس سوه منډې وکړې او ريکارډ يې ټينگ کړ .

دى په ٢٠٠٧ کال کې د کريکټ د نړيوالې شورا له خوا د کال تر ټولو غوره لوبغاړى وبلل شو .

محمد يوسف له پنځه ورځنيو لوبو پرته په يو ورځنيو لوبو کې هم ښه ځليدلى و .

دۀ په ٢٨٢ يو ورځنيو رسمي نړيوالو لوبو کې نهه زره شپږ سوه څلورويشت منډې کړې وې چې تر ټولو ډيرې يې ١٤١ وې او پنځلس سليزې يې درلودې .