فوتبال : د چمپينز ليگ منځلوبې پيليدونکې دي

فوتبال

د اروپا د اتلو کلبونو ترمنځ د اتلولۍ يا چمپينزليگ سږنۍ لوبې مهم پړاو ته رسيدلي دي او نن شپه ( سه شنبه د مارچ ٣٠ مه ) به ځينې منځلوبې ترسره شي .

په لومړنيو منځلوبو يا کواټرفاينلز کې د مانچستر يونايتيد کلب له بايرن ميونيخ سره مخامخيږي .

دغو دواړو کلبونو د ١٩٩٩ کال پايلوبه سره کړې وه چې د انگلستان مانچستر دوه يو گټلې وه .

په جرمن کلب ميونيخ کې د پام وړ لوبغاړى د فرانسې فرنک رابيري دى چې دا څو کلونه يې مانچستر د پېرودلو ناکامه هڅه کوي .

مانچستر يونايتيد تير کال د چمپينزليگ پايلوبه له بارسلونا بياللې وه او وړم کال يې بيا له چلسي څخه گټلې وه .

نورې لوبې

چلسي دا ځل د اينټر ميلان له خوا له چمپينزليگ څخه وايستل شو خو بارسلونا په منځلوبو کې د چارشنبه په ورځ د لندن له ارسنل کلب سره مخامخ دى .

د سه شنبه په يوه بله لوبه کې د فرانسې دوه کلبونه يو بل ته مخامخ دي .

د لېيون او بردژو ترمنځ تر دوو لوبو وروسته که هر يو بريالى و هغه به په لومړي ځل نيمه پايلوبو يا سيمي فاينل ته رسيږي .

په سيمي فاينل يا نيمه پايلوبو کې به دوى له مانچستر يا ميونيخ سره مخامخيږي .

ارسنل او بارسلونا ترمنځ گټونکى کلب به بيا له اينترميلان يا سي ايس کې مسکو سره په نيمه پايلوبو کې مخامخيږي .

ورته مطالب