افغان کريکټ لوبډله کوېټ ته ولاړه

افغان کريکټ لوبغاړي
Image caption دغه لوبې به د راتلونکې اپريل مياشتې په ۹مه نېټه پاى ته رسېږي.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله د اسيا د (ايليټ) په سياليو کې د گډون په موخه د کويټ په لوري وخوځېدله.

افغانستان به په خپل 'بي' گروپ کې له بحرين، اماراتو، ماليزيا او بوتان سره مخامخ وي چې لومړنۍ لوبه يې سبا (چهارشنبه، د مارچ ۳۱مه) له بحرين سره ده.

په 'اې' کروپ کې پنځه نورې د هانگ کانگ، سينگاپور، نيپال، کويټ او عمان لوبډلې دي.

د افغانستان د کريکټ بورډ د مطبوعاتو د څانگې مشر ضراب شاه ظهير د بي بي د پښتو وېبپاڼې د لوبو برخې ته وويل په اصل کې دغه لوبې اسيا کپ ته د لار موندنې په موخه ترسره کېږي چې په هرو دوو کلونو کې يو ځل کېږي.

د اسيا په کپ کې وار له مخه پاکستان، هند، سريلنکا او بنگلاديش ځاى لري او د دغو لسو هېوادونو له ډلې به يوازې دوه لوبډلې دغو سيالو ته لاره مومي.

افغانستان دوه کاله وړاندې په ماليزيا کې دغه کپ ته د لار موندنې په نيمه پايلوبه کې له هانگ کانگ نه مات شوى و، خو له هغه وروسته بيا هانگ کانگ له افغانستان نه هېڅ ډول لوبه نه ده گټلې.

د ښاغلي ظهير په خبره په لوبډله کې د ځوان توپ اچونکي افتاب علم او بيټسمين شفيق الله شفق پر ځاى نصرت الله او شبير نوري ځاى شوي دي .

نصرت الله چې د بدخشان ولايت دى کيڼ لاسى ورو توپ اچوونکى دى چې په سويلي افريقا کې هم نړيوال کپ ته د لار موندنې په سياليو کې په افغان لوبډله کې و.

شبير نوري بيا بيټسمين دى چې څه موده مخکې له ايرلينډ سره په څلورو ورځنيو لوبو کې ښه وځلېد.

دغه لوبې به د راتلونکې اپريل مياشتې په ۹مه نېټه پاى ته رسېږي.

ورته مطالب