هندۍ لوبغاړې له پاکستاني لوبغاړي سره واده کوي

ثانيه او شعيب
Image caption ثانيه وايي د هند له خوا به لوبه کوي ، شعيب وايي د پاکستان له لورې کريکټ نه پريږدي.

د هند د تينس لوبې تر ټولو وتلې ، ښکلې او مشهوره څيره د پاکستان د کريکټ له يوۀ ستوري سره وادۀ کوي .

دا خبره د هند د تينس ستورې ثانيه مرزا کورنۍ په ډاگه کړې ده .

داسې هيله ده چې دوى دواړه به راتلونکې مياشت وادۀ وکړي .

ثانيه مرزا د ښځو د تينس په نړيوالو درجه بنديو کې دوه نويم نمبر لري او څو کاله وړاندې د استراليا د تينس په پرانيستو لوبو کې د يوې لوبې پر گټلو د پام وړ شوه .

شعيب ملک پخوا هم واده لارۀ او يوه ماشومه لور لري خو د ثانيه مرزا پلار وايي تر وادۀ وروسته به ملک او د ده لور دوبۍ ته په کډه کيږي .

دواړه اوس لوبه نه شي کولى

ثانيه مرزا اوس د مړوند ټپ لري او لوبه نه شي کولى خو پلار يې وايي چې که يې ټپيونه ښه شي دا به خپلې لوبې ته له واده وروسته هم دوام ورکوي .

داسې باور دى چې د وادۀ په ورځ به د هند په حيدراباد او د پاکستان په لاهور کې ميلمنو ته په يو وخت ډوډۍ ورکړل شي .

Image caption ثانيه مرزا په لوبيز ژوند کې وځليده ودنى ژوند به نوى پيلوي

ثانيه د هند په حيدراباد او شعيب ملک د پاکستان په لاهور کې اوس ژوند کوي .

ثانيه مرزا وايي تر وادۀ وروسته هم غواړي چې د هند په استازيتوب په نړيوالو لوبو کې برخه واخلي .

د دې د ژوند نوى پاکستانى ملگرى بيا هيله لري چې د خپل هپواد له خوا کريکټ لوبې ته دوام ورکړي .

پر شعيب ملک اوس د پاکستان د کريکت بورډ له خوا بنديز لگيدلى دى او دم گړۍ له نړيوالو لوبو منع شوى دى .