شعيب ملک د ثانيې کورته رسېدلى دى

ثانيه ميزرا او شعيب ملک

د شعيب ملک او ثانيه ميرزا واده به په روان اپريل کې وشي .

د هند رسنيو خبر ورکړى چې د پاکستان د کريکټ د ملي لوبډلې لوبغاړى شعيب ملک د هند د حيدر اباد په دکن کې د خپلې هندۍ نامزدې او وتلې ټينس بازې ثانيه مرزا کور ته رسېدلى دى .

هندي تلويزوني چينلونو شعيب ملک د ثانيې مېرزا په کور کې په ټيليفون کې د خبرو پرمهال ښوولى دى .

په حيدر اباد کې د بي بي سي خبريال وايي ښاغلى ملک نيمه شپه له دوبۍ نه مخامخ حيدر اباد ته تللى او د ثانيې په کور کې مېشت شوى دى .

سره له دې چې د پېغلې ميرزا کورنۍ د شعيب ملک د شتوالي په اړه څه نه دي ويلي، هندي تلويزوني چينلونو شعيب ملک او ثانيه دواړه د هغې په کور کې د خبرو پرمهال ښوولي چې د ثانيې مور هم ورسره ترڅنگ ولاړه ليدل کېږي.

د پاکستان د کريکټ ټيم د پخواني کپټان او د هند د ښځنيه ټينس لوبې د وتلې څېرې ثانيې کورنيو هم د دوى د کوژدنې پخلى کړى او ويلي چې اوس د واده لپاره يې چمتووالى نيسي .


د دوى د واده په وړاندې ستونزه

په حيدر اباد کې يوې کورنۍ رسنيو سره په خبرو کې ادعا کړې چې شعيب ملک د هغوى له لور سره چې عايشه صديقي نومېږي واده کړى دى، چې اوس دې بايد يا د هغوى لور ته طلاق ورکړي او يا دې له ثانيې سره واده وکړي.

ثانیه ميرزا

ثانيې مېرزا ويلي چې له شعيب سره پر واده خوښه ده او له واده وروسته به په دوبۍ کې له هغه سره گډ ژوند بيل کړي .

د صديقي کورنۍ پر شعيب تور لگولى چې د دوى له لور سره يې دوکه کړې ده، هغوى اوس د شعيب ضد د يوه پاکستاني وکيل په واسطه کې حقوقي دعوه کړې ده.

دغې کورنۍ د جمعې په ورځ رسنيو ته داسې يوه پاڼه وښووله چې ادعا کېږي د عايشې او ملک د نکاح خط وي، د هغوى دا دعوه ده چې شعيب ملک له عايشې صديقي سره په ۲۰۰۱ کال کې د ټيليفون پر ليکه نکاح تړلې ده.

د شعيب ملک يوه خورزي عمران ظفر ويلي چې د عايشې کورنۍ لومړۍ شعيب ملک ته د يوې ښايسته نجلۍ تصوير ښوولى خو ليده کاته يې بيا له بلې نجلۍ سره وکړل، هغه وايي د هغې ښکلې نجلۍ تصورير لا هم له دوى سره شته دى .

د صديقي کورنۍ يوه غړي ډاکټر شمس بابر بيا ويلي اوس د دغو لانجو وخت ځگه نه دى چې ښاغلى ملک د واده لپاره د ثانيي کور ته رسيدلى او هغه بايد اوس زموږ لور ته طلاق ورکړي .

اخوا د عايشې مور فريسه صديقي بيا د غو خبرو په وړاندې تند غبرگون ښوولې او د ملک پر کورنۍ يې غږ کړى چې هغه تصوير دې وښايي.

د دغې کورنۍ غړي ډاکټر شمس بابر ويلي چې د خپلې لورې د طلاق په خاطر به د شعيب ضد قانوني هلي ځلي وکړي .

بل لوري ته د پاکستاني لوبغاړي شعيب ملکي کورنۍ گواښنه کړې چې د خپل عزت لپاره به د عايشي د کورنۍ ضد قانوني دعوه کوي.

په حيدر اباد کې يوشمېر سياسي کړيو د ثانيې مېرزا پر دغه کار سختې نېوکي کړي او ويلي که رښتيا هم ثانيه يوه هندوستانۍ واى،نو بر يوه پاکستاني هلک به يې زړه نه و بايللى.

د يادونې وړ ده چې تراوسه په خپله شعيب ملک او ثانيې د عايشه صديقي د کورنۍ د دغو ادعاگانو او د خپلې مينې د پيل او څرنگوالي په اړه څه نه دي ويلي .

تېره شپه ناوخته يو شمېر هندي تلويزونونو د ثانيې په کور کې د هغې او شعيب گډه نڅا ښوولې چې دا د واده د ترتيباتو په مانا بلل کېږي.

د شعيب او ثانيې د واده موضوع د پاکستان او هند رسنيو د سر خبر جوړوي، د دوى د واده خبره شاوخوادوه اوونۍ وړاندې رسنيو ته را ووتله .

ويل کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د دغو دواړو لوبغاړو واده وشي او ثانيې ميرزا ويلي چې له شعيب سره په واده خوشاله ده او له واده وروسته به په دوبۍ کې له هغه سره گډ ژوند پيل کړي .

شعيب ملک د پاکستان د کريکټ د ملي لوبډلې يوه ښه لوبغاړى او پخوانى کپټان دى، د پاکستان د کريکټ بورډ له لوري اوس پرهغه د لوبې بنديز لگېدلى دى.

ثانيه ميرزا بيا هغه هندۍ ښځينه ټينس بازه ده چې اوس ظاهر په مټ کې د ټپ له امله له لوبو گوښه شوې ده .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .