هند د کريکټ 20 اوريزو سياليو ته لوبډله اعلان کړه

هندي کريکټ لوبغاړي
Image caption دا دريم ځل دى چې د کريکټ شل اوريزې نړيوالې سيالۍ ترسره کېږي،هند د دغو نړيوالو سياليو د جام لومړنى گټونکى او پاکستان دويم گټونکى دى.

هند د اپريل په مياشت کې په ويسټ انډيز کې د کريکټ شل اوريزو نړيوالو سياليو لپاره خپله پنځه لس کسيزه لوبډله اعلان کړه .

'وني کمار' او' پيوش چاوله' د لومړي ځل لپاره د هند په ملي لوبډله کې ځاى موندلى.

د لوبډلې له اعلان وروسته د لوبغاړو د غوراوي يا انتخاب د برخې مشر 'شرکانت' رسنيو ته وويل ''دوى د لوبغاړو د استعداد او ښې لوبې په اساس لوبډله جوړه کړې او يقين لري چې لوبډله به يې په را روانو نړيوالو سيالو کې ښې لاس ته راوړنې ولري.

په نوي لسټ کې د داسې لوبغاړو نومونه هم نه ترسترگو کېږي چې په تېرو نړيوالو سياليو کې ښې لوبې کړې وې، د هند ځوان او تېز توپ اچونکى ايشانت شرما د همدغو لوبغاړې له ډلې دى چې په اعلان شوي لسټ کې نوم نشته.

خو ښاغلي کانټ د دغه لوبغاړي په اړه ه د خبريالانو پر پوښتنو هېڅ ډول تبصره ونکړه.

اوسمهال په هند کې د آى پي ال يا د ( هند پريميري ليگ) لوبې روانې دي، د هند د لوبډلې د سليگشن يا انتخاب د چارواکوپه خبره،په دغو سياليو کې چې کوم لوبغاړي ښه لوبه کړې ، هغه يې په لوبډله کې ورداخل کړى ، پيوش چاوله هم له همدې ډلې يو دى .

د هند د اعلان شوي ټيم د لوبډلې مشر ډهوني او مرستيال يې وريندر سيواک دى،دوى دواړه ښه او تېز منډه جوړونکي دي او ددې ترڅنگ ډهوني ويکټ ساتونکى يا کيپر هم دى .

له يادوو شوو لوبغاړو سربېره د ويسټ انډيز شل اوريزو لوبو ته د هند اعلان شوې لوبډله په لاندې ډول ده :

هربجن سنگ،گاتم کمپير،يورج سنگ،يوسف پټان،پيوش چاوله،وني کمار،سريش رينا،رويندر جديجا،ظهير خان،اشيش نهرا،روهت شرما،دنيش کارتک او پروين کمار .

د يادونې وړ ده چې افغانستان هم د سږ کال په شل اوريزو نړيوالو سياليو کې برخه لري چې لومړۍ لوبه يې د راتلونکې مى په لومړۍ نيټه له هند سره ده .

که د لوبغاړو تجربو او د لوبو اسانتياوو ته وکتل شي افغانستان د هند په وړاندې ډېر کمزورى هيواد بلل کېږي خو افغان لوبغاړي هيله مند دي چې که هند مات نکړي نولږ تر لږه به ښه ورسره سيالي وکړي .

دا دريم ځل دى چې د کريکټ شل اوريزې نړيوالې سيالۍ ترسره کېږي،هند د دغو نړيوالو سياليو د جام لومړنى گټونکى او پاکستان دويم گټونکى دى.

د دغو سياليو لومړۍ هغه په جنوبي افريقا او دويم يې تېرکال په انگلينډ کې وشوې او ټاکل شوې چې دريم يې په ويسټ انديز يا د هند په لويديځو ټاپوگانو کې وشي.