پاکستانى لوبغاړى په نقل کولو ونيول شو

ناصر جمشيد
Image caption کيڼ لاسى ناصر جمشيد په لوبه کې ښه دى خو په سبق کې په نقل ونيول شو

په پاکستان کې يوې محکمې د کريکټ د ملي لوبډلې لوبغاړى ناصر جمشيد له زندانه په ضمانت خوشي کړى دى .

دغه تنکى لوبغاړى چې د ملي لوبډلې له خوا يې يو شمير لوبې کړي دي د ښوونځي په ازموينو کې په نقل کولو نيول شوى و .

محکمې له ناصر جمشيده دوه سوه پنځه ديرش امريکايي ډالره غوښتي چې په ضمانت يې خوشي کړي .

د ناصر جمشيد مدافع وکيل وويل چې قاضي د دوى غوښتنه منلې او په ضمانت يې دغه تکړه خو په نقل گير شوى لوبغاړى خوشي کړى دى .

ناصر جمشيد اوس شل کلن دى او پرون ، دوشنبه د اپريل پنځمه ، په لاهور کې هغه وخت په نقل ونيول شو چې د ښوونځي په يوې ازموينه کې يې نقل کاوۀ .

دۀ د انگريزي ژبې په امتحان کې لنډه لار موندلې وه او گومان يې کاوه چې په نقل به بريالى شي خو بخت ورسره ياري ونه کړه او مخامخ ونيول شو .

ناصر جمشيد تر اوسه پورې د پاکستان د ملي لوبډلې له خوا دولس رسمي نړيوالې يو ورځنۍ لوبې کړي دي .

په دغو دولسو لوبو کې يې درې نيمه سوه منډې لرلي او د پاکستاني کريکټ مينه والو ورڅخه خورا ډيره هيله شته چې په راتلونکې کې به ځليږي .