فوتبال: مانچستر له اروپايي اتلولۍ ووت

فوتبال
Image caption په تيرو اوو کلونو کې دا لومړى ځل دى چې د انگلستان يو کلب هم نيمه پايلوبو ته ونه رسيد .

د اروپا د اتلو فوتبال کلبونو په اتلوليو يا چمپينزليگ کې د انگلستان وروستۍ هيله مانچستر يونايتيد په منځلوبو يا کواټرفاينلز کې له سيالۍ ووت .

مانچستريونايتيد له باين ميونيخ سره په خپل کور کې لوبه درې دوه وگټله خو تيره اوونۍ يې د دغې سيالۍ په لومړنۍ لوبه کې په جرمن خاوره دوه يو بايللې وه .

د دواړو لوبو له نتيجې وروسته مانچستر څلور او باين ميونيخ هم څلور گولونه لرل خو دا چې ميونيخ د مانچستر په خاوره دوه گولونه وکړل نو د هغو په مټ نيمه پايلوبو ته ورسيد .

د لوبې اوله برخه ټوله د مانچستر يونايتيد په لاس کې وه .

په دريمه دقيقه کې پرتگالي ناني د مانچستر لومړنى گول وکړ او ډير وخت نه و اوښتى چې گېبز د گولونو شميره دوو ته ورسوله .

د لوبې د لومړۍ برخې پاى ته لا ښه وخت و چې ناني دريم گول وکړ او داسې يې وښووله چې ميونيخ له سياليو وتلى دى .

خو د ميونيخ کرويشيايي فارورډ لوبغاړي ويديچ د لومړۍ برخې په وروستيو شېبو کې گول وکړ او د مانچستر وضعه يې خرابه کړه .

د لوبې دويمه برخه

د لوبې په دويمه برخه کې مانچستر لوى گوزار هغه وخت وخوړ چې يو لوبغاړى ، رفايل يې د دوو ژيړو کاردونو په ليدو له لوبې وايستل شو .

له هغې وروسته ميونيخ سر په سر حملې وکړې او هالنډي لوبغاړي رابين د کارنر نه راغلى يو توپ د ډي له کرښې د مانچستر د گول ښي کونج ته ورساوه .

د رابين له گول سره ميونيخ برلاسى شو او مانچستر ونه کړاى شو چې بل د کار وړ بريد وکړ .

دا په تيرو اوو کلونو کې لومړى ځل دى چې د انگلستان يو کلب هم د اروپا د اتلو کلبونو د اتلوليو نيمه پايلوبو ته نه رسيږي .

حيرانونکې دا ده چې په تيرو اتو کلونو کې دا لومړى ځل دى چې د جرمني کوم کلب دغه وياړ مومي .

ميونيخ به اوس د فرانسې له ليون سره نيمه پايلوبه کوي .

ليون د نن شپې ( چارشنبې د اپريل ٧ ) په يوه بله لوبه کې له بوردو يو صفر وبايلله خو په خپلو کور يې همدې لوبډلې ته درې يو ماتې ورکړې وه او په دې توگه په لومړي ځل نيمه پايلوبو ته ورسيد .

بله نيمه پايلوبه به د بارسلونا او اينترميلان ترمنځ وي.

ورته مطالب