نوروز منگل : په کويت کې ميدانونه لوبې ته اسانه نه دي

نوروزمنگل
Image caption نوروز منگل د افغانستان د کريکټ په تاريخ کې تر ټولو بريالى کپتان دى چې گڼې پايلوبې يې گټلي دي.

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منگل بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته له نيپال سره تر پايلوبې وړاندې پر خپلې لوبې او د پايلوبې پر ارزښت غږيدلى دى .

نوروز منگل له ٢٠٠٦ کال څخه راهيسته د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان دى .

د دۀ په مشرۍ افغان ملي لوبډلې د کريکټ بيلا بيلې نړيوالې سيالۍ گټلي دي .

په کابل کې زيږيدلى د خوست استوگن نوروزمنگل ښه منډه جوړونکى او کله نا کله ورو بالينگ کوي چې په هغه کې يې ډير ځله بريالى ښکاري .

پوښتنه : تر اوسه په کويت کې له ترسره شويو لوبو مطمين ياست ؟

نوروز منگل : بالکل . کله چې دلته راغلو ټولو زموږ ستاينه او عزت کاوه ويل يې چې موږ په تيرو کې ښه لوبه کړې ده . نړيوالو اتلوليو ته مو لار موندلې ده نو گومان کگوم په ډاډه زړۀ ورته راغلي و او تر اوسه بالکل راضي يم.

پوښتنه : ليکن له اماراتو بايلل او له ماليزيا په گرانه گټل بايد د اطمينان خبره نه وي ؟

نوروز منگل : په کويت کې ويکټ اسانه نه ده ، ميدانونو کې توپونه ټيټ او پورته کيږي ، بيتينگ پرې اسانه نه دى . او دا ټيمونه هم اسانه نه دي ، امارات د دغو سياليو څو ځلي اتل پاتې شوى دى ، ماليزيا که پخوا ښه لوبډله نه لرله اوس ډيره ښه شوې ده ، تر دغو سياليو وړاندې يې په استراليا کې تمرينونه کول او هانگ کانگ تر دې سياليو وړاندې اتل و نو دا نورې لوبډلې هم اسانه نه دي .

پوښتنه : د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي کبير خان بي بي سي پښتو ويېبپاڼې ته وويل چې لوبغاړو نور ټيمونه کمزوري بللي و ، همداسې و ؟

نوروز منگل : (په خندا ) د روزونکي خبره به سمه وي ، ما خپله دا فکر کاوه چې تر پخوا فشار زيات و ما ويل اوس بايد لا ښه شو ، اخر ښې لوبې مو گټلي دي او دا هيوادونه بايد تر موږ کمزوري وي ، د نبي نشتوالي هم فشار زيات کړى و .

پوښتنه : ايا په يوۀ گل پسرلى کيږي ؟ له نبي پرته به تاسو څه کوئ ؟

نوروز منگل : نبي بې جوړې لوبغاړى دى ، افغانستان څه چې په نړۍ کې بايد منل شوى لوبغاړى وي .

پوښتنه : که زخمي او يا تقاعد شي بيا به څه کوئ ؟

نوروز منگل : مشکلات به بې له شکه چې وي ، بايد حميد حسن او نبي روغ ولرو ، نورو ټيمونو کې هم همداسې ده . هر ټيم که تاسې گورئ ځينې خاص لوبغاړي لري چې دوى پرې ډيره تکيه کوي .

پوښتنه : که پايلوبې ته راشو ، نيپال گټلى شئ ؟

نوروز منگل : نيپال تر پخوا ډير تکړه شوى دى ، مضبوط ټيم يې دى ، پخوا مو ترې گټلې ده خو اوس به په نوې جذبه ورسره لوبه کوو .

پوښتنه : دا سيالۍ کله تاسو نه دي گټلي ايا گټل يې مهم دي ؟

نوروز منگل : په تيرو شپږو کلونو کې مو پرله پسې د دغې ټرافي د گټلو کوشش کړى دى خو بريالي شوي نه يو اوس په لومړي ځل پايلوبې ته رسيدلي يو نو گټل يې راته مهم دي .

ورته مطالب