کريکټ : افغانستان اماراتو ته په ٦٢ منډو ماتې ورکړه

امارات : په ١٨ اوورونو کې ١١٦ منډې ١٠ سوځيدلي

لسم لوبغاړى نبي رن اوټ کړ

شاپور خپل وروستى اوور کوي

د حميد په توپ شاته توپ لاړ او څلوريزه شوه

Image caption محمد نبي په ٣٧ توپونو ٨٥ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځيد

حميد خپل دريم اوور ته راغى ، افغانستان باندې يو بل لوبغاړى وسوځوي چې دا لوبه وگټي ، امارات بايد په پاتې ٢٤ توپونو ٧٤ منډې وکړې چې برياليتوب يې په نصيب شي .

شاپور خورا له اوږدۀ واټنه منډه وهي او په اوور باندې يې ډير وخت لگيږي

نهم لوبغاړى نوروز منگل رن اوټ کړ

شاپور بالينگ ته راغى

اتم لوبغاړى د حميد حسن په توپ بولډ اوټ کړ

حميد خپل دويم اوور ته راغى

شاپور وړاندې يو کيچ غورځولى و خو دا ځل يې ونيوۀ

د اووم لوبغاړي کيچ د نبي په توپ شاپور کيچ اوټ کړ

شپږم لوبغاړى حميد رن اوټ کړ

د حميد په اول اوور کې شپږ مندې وشوې او يو لوبغاړى يې وسوځاوه

حميد حسن پنځم لوبغاړى بولډ اوټ کړ

په حميد څلوريزه وشوه

حميد حسن راغى

نبي بالينگ ته راغى

په ١١ اوور کې ١٤ مندې وشوې ، دا اوور کريم وکړ

په کريم شپږيزه ووهل شوه

امارات په پاتې ١٠ اوورونو کې ١١٤ منډې بايد وکړي او افغانستان بايد شپږ لوبغاړي تر هغه وړاندې وسوځوي

د شارجې په لوبغالي کې رڼا ښه نه ده او د گروپانو رڼا د لوبغاړو سترگې وړي

شاپور کيچ وغورځاوه ، د سميع په توپ کيچ ولويد

کريم په خپل دويم اوور کې هم لوبڅار ته اپيل وکړ چې په سلگونو نندارچيانو هم ورسره غږ مل کړ خو امپاير ونه مانۀ

سميه خپل دويم اوور کوي

تر اوسه شاپور دوه ، دولت درې ، کريم يو او سميه دوه اوورونه کړي دي

څلورم کس سميع رن اوټ کړ

کريم بالينگ ته راغى د ايل بي ډبليو اپيل يې وکړ خو لوبڅار ونه مانۀ

د اماراتو د پيل لوبغاړي په پيل کې ښه ولوبيدل خو سر په سر يې لوبغاړي وسوځيدل

دريم لوبغاړى د سميع په توپ شهزاد سټمپ اوټ کړ

شپږم اوور ته سميع الله شينوارى راغى

دويم کس د دولت په بال بولډ اوټ شو

د دولت په دريم اوور کې دوه څلوريزې واخيستل شوې

شاپور لومړى کس وسوځاوه ، اصغر کيچ اوټ کړ

شاپور په خپل دويم اوور کې په لومړيو څلورو بالونو يوه منډه ورکړې ده

دولت په دوو اوورونو کې ١٣ منډې او شاپور په يوۀ اوور کې لس منډې ورکړې وې

دولت احمدزى او شاپور ځدراڼ د افغانستان له خوا بالينگ کوي

افغانستان په ٢٠ اوورنو کې ١٧٨ منډې ٥ لوبغاړي له لاسه ورکړي

نبي په ٣٧ توپونو ٨٥ او ريس ٢٤ منډې وکړې او دواړه تر پايه ونه سوځيدل ، دوى دواړو د ١٤ منډو ملگرتيا وکړه او هغه وخت راغلي و چې يوازې افغانستان يوازې ٦٤ منډې درلودې او پنځه لوبغاړي يې سوځيدلي و

نبي څلوريزه ووهله

ريس څلوريزه ووهله

ريس شپږيزه ووهله

اخري اوور دى ، نبي په ٧٥ ولاړ دى ، ريس ١٣ کړي دي

نبي شپږيزه واخيسته ، توپ ورک شو له ميدانه ووت ، دا څلورم توپ چې نبي يې له ميدانه يې وباسي چې ورسره توپ ورک شي

نبي بله څلوريزه بله څلوريزه واخيسته

ه ١٧ اوور کې نبي ٢٣ مندې واخيستې

دولس وروستي توپونه پاتې دي ، نبي په ٦٩ منډو ولاړ دى

نبي بله څلوريزه ووهله

نبي څلوريزه ووهله

نبي بله شپږيزه ووهله

د نبي تيزې لوبې ظاهرآ افغانستان له يو بل سخت حالت څخه را ويوست

محمد نبي په تيرو دوو اوورونو کې څلور شپږيزې ووهلې اوس په ٥٤ منډو ولاړ دى ريس احمدزى ورسره ملگرتيا کوي

شاوخوا پنځه شپږ سوه افغانان د شارجې لوبغالي ته واغلي او د لوبې ننداره کوي ، له هر شارټ سره د خپلې لوبډلې د هڅونې لپاره چک چکې کوي

نبي شپږيزه ووهله

د اصغر له سوځيدا وروسته نبي او ريس يوه يوه او دوه دوه منډې اخيستي او لا يې څلوريزه يا شپږيزه نه ده اخيستې

ريس احمدزى او محمد نبي ورو ورو لوبه پر مخ بيايي ، نيت دا دى چې لږ تر لږه تر ١٦ اوور پورې بل لوبغاړى له لاسه ورنه کړي او وروسته بيا لوبه تيزه کړي

د شارجې په ميدان ورو بالران نن بريالي ښکاري

اوس نبي او ريس لوبه کوي ، له دوى وروسته يوازې سميع الله شينوارى هغه لوبغاړى دى چې منډې کولى شي ، له هغه وروسته دولت ، حميد او شاپور ډير د ټينگې نه دي

نوى لوبغاړى نبي دى

اصغر کيچ اوټ شو

دا لوبه د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو لپاره د چمتووالي يوه برخه ده ، هلته به افغانستان له هند او سويلي افريقا سره لوبه کوي چې بالران يې د اماراتو په پرتله خورا تکړه دي

د افغانستان بالران تر منډه جوړونکو په تيرو کلونو کې ډير ځليدلي دي ، د منډه جوړونکو په باب د ځينو نقد دا دى چې که له مهمو او پياوړو لوبډلو سره دغه ډول لوبه وکړي نو وضعه به يې ډيره خرابه وي

افغانستان له نهو اوورونو وروسته د څه باندې اوو منډو په اوسط منډې کړي دي ، دا ښه اوسط دى خو څلور لوبغاړي يې سوځيدلي دي چې دا يې ښه خبره نه ده

پنځه وايډ يا اضافي منډې وشوې

نوى لوبغاړى ريس احمدزى دى

کريم ٣٩ منډې کړې وې چې شپږ څلوريزې او يوه شپږيزه پکې وه

کريم سټمپ اوټ شو

کريم د اتم اوور په ترڅ کې شپږيزه ووهله

نوى لوبغاړى اصغر دى

نور علي بولډ اوټ شو

د افغانستان د منډو اوسط مناسب دى ، نه ډير تيز روان دي او نه هم دومره ورو چې وروسته ستونزې پيدا کړي

نوى لوبغاړى نور علي دى چې تر اوسه يې شپږ کړي دي

شهزاد دوه څلوريزې ووهلې خو په وروستي توپ کچ اوټ شو

شهزاد کيچ اوټ شو

تر اوسه کريم صادق پنځه څلوريزې وهلې دي

کريم د پنځم اوور په ترڅ کې بله څلوريزه ووهله

د څلورم اوور په وروستيو دوو توپونو کريم سر په سر څلوريزې ووهلې

شهزاد د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي په پايلوبه کې له ايرلينډ سره ډيره ښه لوبه کړې وه او لومړنى افغان و چې په شل اوريزو لوبو کې يې په يو وار تر پنځوسو ډيرې منډې کړې وې

نوى لوبغاړى شهزاد دى

په پيل کې د نوروز منگل د لوبولو تجربه نن بريالۍ ونه خته

نوروز منگل بولډ اوټ شو

کريم او نوروز يوه يوه منډه په دريم اوور کې اخيستې ده ، نور علي ځدراڼ به نن وروسته راځي ، اوس يې پېډونه په پښو دي او چمتو دى

په دويم اوور کې ٧ منډې جوړې شوې ، د نور علي ځدراڼ پر ځاى د نوروز منگل راوتل نوې تجربه ده ، نوروز منگل تر ٢٠٠٧ کال پورې کله نا کله د لوبې پيل ته راته خو په دې وروستيو کې يې دا کار نه کاوۀ.

نن د نور علي ځدراڼ پر ځاى نورز منگل د لوبې پيليدا ته راغلى دى

نوروز ١ او ورپسې کريم څلوريزه ووهله

افغان لوبډله ښه پيل ته اړتيا لري ، په دغو لوبو کې به دوى دا گوري چې په څه ډول دوى ورو يا تيز پيل وروسته مقابل لورې ته په ښه هدف بدلولى شي

کريم صادق د لومړي اوور په وروستي توپ څلوريزه ووهله

له اماراتو سره د دوو شل اوريزو لوبو دا لوۍ چې دويمه لوبه به يې د پنجشنبه په ورځ ترسره کيږي ، رسمي نړيوال دريځ نه لري ځکه چې متحد عرب امارات د نړيوالو رسمي يو ورځنيو دريځ نه لري . افغانستان يې لري خو د لوبو د رسمياتو لپاره بايد دواړه غاړې رسمي يو ورځنۍ لوبې وکولاى شي .

د افغانستان له خوا به نور علي ځدراڼ او کريم صادق منډو ته لومړى وځي .

لوبه به اته دقيقې وروسته پيل شي

د افغانستان او متحدو عربو اماراتو ترمنځ د دوو شل اوريزو لوبو لومړنۍ هغه په شارجه کې پيل شوه . افغان کپتان نوروز منگل پچه وگټله او لومړى يې خپله منډو ته ملا وتړله

د افغانستان په لوبډله کې ميروس اشرف ، بشير نوري او نصرت الله نصرت لوبه نه کوي .

نننۍ افغان لوبډله

نور علي ځدراڼ

کريم صادق

شهزاد محمدي

نوروز منگل

Image caption افغان کپتان نوروز منگل غواړي له دې لوبو د تمرين کار واخلي

اصغر ستانکزى

ريس احمدزى

محمد نبي عيسى خيل

سميع الله شينوارى

دولت احمدزى

حميد حسن

شاپور ځدراڼ

ورته مطالب