فوتبال :پورتسميت د ايف اې کپ پايلوبې ته ورسيد

پورتسميت گول
Image caption د پورتسميت دواړه گولونه په ورکړل شويو اضافي ديرشو دقيقو کې وشول

د انگلستان د فوتبال ټولنې کپ په نړۍ کې د فوتبال تر ټولو زړه سيالي ده چې سږ کال يې د نيمه پايلوبو پړاو د يکشنبه په ورځ ( د اپريل ١١ ) بشپړ شو .

په دويمه نيمه پايلوبه کې د يکشنبه په ورځ د پورتسميت لوبډلې د لندن تاتنهم ته دوه صفر ماتې ورکړه چې د ډيرو په گومان نه مننونکې وه .

پورتسميت د انگلستان د فوتبال ليک د لومړي کتار يا پريميرشيپ وروستى کلب دى او تر ټولو کم امتيازونه لري.

دوى سږ کال له سختو مالي ستونزو سره مخامخ شوي او اوس له لومړي کتاره هم ايستل شوي دي .

خو د ټولو مشکلاتو په سر يې هم د تاتنهم پياوړې لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه .

مساوي لوبه

لوبه په نوي دقيقو کې مساوي وه خو په اضافي وخت کې پورتسميت دوه گولونه وکړل او په حيرانونکې توگه پايلوبې ته ورسيد.

په پايلوبه کې به پورتسميت د لندن له يوۀ بل کلب چلسي سره مخامخ وي .

چلسي د شنبه په ورځ استن ويلا ته درې صفر ماتې ورکړې وه.

د يادولو وړ ده چې تير کال هم چلسي د ايف اې کپ پايلوبه گټلې وه.

ورته مطالب