فوتبال : مانچستر د ليگ په لوبو کې بل گوزار وخوړ

باربتوف
Image caption د مانچستر يونايتيد لوبغاړى باربتوف ناهيلى کښېناست

د انگلستان د فوتبال ليگ په لومړي کتار يا پريميشيپ کې د مانچستر يونايتيد او بلکبرن لوبه بې له کومه گوله د يکشنبه په ورځ ( د اپريل ١١ ) پاى ته ورسيده .

په دې لوبه کې د مانچستر وتلى لوبغاړى وېين روني نه و او د هغه نشتوالي د سيالۍ په ترڅ کې ښه جوت و .

مانچستر يونايتيد چانسونه ولرل خو د گول کولو ورسره څوک نه و .

له دې مساوي کړې لوبې سره اوس مانچستر يونايتيد وروسته له ٣٤ لوبو ٧٣ امتيازونه لري .

ټول ټال ٣٨ لوبې دي

چلسي له ٣٣ لوبو وروسته ٧٤ او ارسنل هم له ٣٣ لوبو وروسته ٧١ منډې لري .

چلسي د سه شنبه په ورځ له بولټن سره لوبه کوي که چيرې يې هغه وگټله نو تر مانچستر يونايتيد به څلور امتيازه وړاندې شي .

دغه راز ارسنل د چارشنبه په ورځ له تاتنهم سره سيالي لري که چيرې په هغې کې برلاسى شو نو ارسنل به هم له مانچستر يونايتيد څخه يو پواينت وړاندې وي .

د يادولو وړ ده چې تير کال مانچستر يونايتيد په دريم پرله پسې ځل د انگلستان د فوتبال ليگ د لومړي کتار سيالۍ گټلې وې .

ورته مطالب