فوتبال: بارسلونا مادريد ته په ماتې ورکولو وړاندې شو

بارسلونا
Image caption د بارسلونا لوبغاړي تر لوبې وروسته له خپلو مينه والو سره خوښي کوي

د اسپانيا د فوتبال ليگ په لومړي کتار يا لا ليگا کې د ريال مادريد او بارسلونا لوبه د ډيرو په گومان د سږ کال د اتلولۍ پايلوبه وه .

دغه دواړه لوبډلې تر نورو اتلسو کلبونو خورا ډير وړاندې دي او بل څوک يې د اتلولۍ مخه نه شي نيولى .

دا لوبه چې د ريال مادريد په لوبغالي کې ترسره شوه د بارسلونا لپاره تر ټولو سخته لوبه بلل کيده .

خو بارسلونا د ريال مادريد لوبډله داسې ماته کړه چې تر لوبې وړاندې يې تصور هم نه کيدۀ .

له دې بري سره بارسلونا نه يوادې تر ريال مادريد درې پواينټونه وړاندې شو بلکې د گولونو توپير هم پرې ډير شو .

د لا ليگا قانون

د لا ليگا يو قانون چې له نورو اروپايي ليگونو توپير لري دا دى چې په دوى کې د لومړي او دويم ټيم پواينټونه کې مساوي وي نو بيا د دولړو ترمنځ د لوبو پايلو ته کتل کيږي .

سږ کال بارسلونا په خپل کور کې هم ريال مادريد ته ماتې ورکړې وه .

اوس نو ريال مادريد بايد په دې هيله وي چې بارسلونا په پاتې اوو لوبو کې لږ تر لږه دوه ماتې وخوري او دوى خپلې ټولې لوبې وگټي .

يوازې په هغه حالت کې به ريال مادريد تر بارسلونا وړاندې کيږي .

ورته مطالب