فوتبال : د ارسنل وان پرسي بيا لوبې ته ستنيدونکى دى

وان پرسي
Image caption د ارسنل وان پرسي د هالنډ او ارسنل لپاره ډير مهم لوبغاړى دى

د انگلستان د فوتبال ليگ د لومړي کتار يا پريميرشيپ کلب ارسنل وايي د دوى فارورډ لوبغاړى وان پرسي بيرته لوبې ته ستنيږي .

وان پرسي چې د هالنډ په ملي لوبډله کې د لوبې پر وخت تير کال د نومبر په مياشت کې ټپي شوى و .

هالند له ايتاليا سره دوستانه لوبه لرله چې وان پرسي پکې ټپي شو او له هغه راهيسته يې تر اوسه لوبه نه وه کړې .

ارسنل چې د پريميرشپ په شلو کلبونو کې اوس ٧١ پواينټونه لري او په دريم مقام کې دى سږ کال له ټپي لوبغاړو سره ډير سرگردانه و .

د ارسنل کپتان فبريگاس له گڼ شمير نورو لوبغاړو سره لا هم ټپيان دي .

د وان پرسي راستنيدا به د ارسنل لپاره ښه خبر وي .

وروستۍ پنځه لوبې

ارسنل يوازې پنځه نورې لوبې لري که چيرې ټولې وگټي او چلسي چې اوس په اول مقام کې دى لږ تر لږه دوه لوبې مساوي کړي او يا يې وبايلي نو ارسنل اتلولي خپلولى شي .

په دويم مقام کې مانچستر يونايتيد دى چې تر ارسنل دوه پوانيټونه وړاندې دى خو يوه لوبه يې ډيره کړې ده .

ارسنل د چارشنبې په ورځ له خپل تر ټولو نژدې گاونډي او رقيب تاتنهم سره لوبه لري .

تاتنهم د يکشنبه په ورځ د ايف اې کپ نيمه پايلوبه له پورتسميت څخه بايللې وه .

تاتنهم اوس په ليگ کې په پنځم نمبر دى .

د وان پرسي په راستنيدا به د ارسنل د گول وهونکو برخه پياوړې شي .

د وان پرسي تر ټپي کيدا وړاندې ارسنل په اوسط ډول هره لوبه کې تر درو ډير گولونه کړي ول خو د دۀ له ټپي کيدو راوروسته دغه شميره تر دوو راکښته شوې ده .

ورته مطالب