پکتيا کې د کريکټ لوبې وشوې

پکتيا کې کريکټران
Image caption په دې وروستيو د افغانستان د کريکټ لوبډلې پرلپسې برياوې د دې لامل شوې چې په سيمو کې ډېری تنکيو زلمو چې تر دې وړاندې په نورو ورته لوبو بوخت وو د کريکټ لوبې ته مخه کړې.

د افغانستان د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې له درو اوونيو راهيسې د اتو لوبډلو تر منځ د کريکټ سيالۍ پيل شوې چې پرون يې پايلوبې ته ورسېدې.

دغه د کريکټ سېالي چې درې اوونۍ وړاندې د ګردېزپه ښار کې د اتو بېلابېلو لوبډلو تر منځ پيل شوې وې چې پرون يې د دوو لوبډلو (سوپرسټار) او (نيازالله احمدزی) تر منځ لوبه وشوه، سوپرسټار لوبډلې د نيازالله لوبډلې ته د نهو لوبغاړو په سوځېدو ماتي ورکړه.

د دغې بايلوبې ګډونوال وايي چې دغه سيالۍ يې د نوي کال به وياړ جوړې کړې وې .

د ننيو سياليو يو سمبالوونکی محمد حنيف افضلي وايي چې په شګو او دوړو کې دغه د کريکټ سيالي يې په خپلو هڅو پيل کړې دي :

(( په دغو سياليو کې په مرکز سربېره د ولسوالۍ لوبډلې هم ګډون کړی وو چې ننۍ لوبه په ډېرو دوړو او خاورو کې وشوه خو بيا هم د سوپر سټار لوبډله په دې وتوانېده چې خپل سيال ته د نهو لوبغاړو په سوځېدو ماتي ورکړي. ))

په دغه خاورين لوبغالي کې د کريکټ يو بل لوبغاړی نيازالله احمدزی بيا وايي چې په پکتيا کې دکريکټ د لوبډلو سره سره بيا هم کوم ځانګړی لوبغالی نه لري چې لوبه پکې وکړي .

دی وړاندې وايي: ((په پکتيا کې تر اوسه داسې کوم پرمختګ نه دی شوی کوم لوبغالی نه دی جوړ شوی چې لوبغاړي تمرين پکې وکړي تر اوسه نه د پکتيا او نه د کابل چارواکو دې ټکي ته پام کړی په پکتيا کې له ولسواليو پرته ۱۶ لوبډلې په لوبو بوختې دي. ))

چارواکي ټولې يادې ستونزې مني او وايي چې په وار وار يې په پکتيا کې د لوبغالي د جوړېدو غوښتنې له اړونده لوړپوړو چارواکو کړې خو په وينايې چې تر اوسه پورې چا غوږ نه دی ګرولی.

په دې وروستيو د افغانستان د کريکټ لوبډلې پرلپسې برياوې د دې لامل شوې چې په سيمو کې ډېری تنکيو زلمو چې تر دې وړاندې په نورو ورته لوبو بوخت وو د کريکټ لوبې ته مخه کړې.

ورته مطالب