فوتبال: مانچستر يونايتيد خپل نژدې سيال مات کړ

lفوتبال

د انگلستان د فوتبال ليگ په لومړي کتار يا پريميرشيپ کې مانچستر يونايتيد خپل تر ټولو نژدې سيال مانچستر سيتي ته په ماتې ورکولو چلسي ته نوى سرخوږى جوړ کړ .

چلسي لا هم په لومړي نمبر دى خو اوس يې له مانچستر سره توپير کم شوى دى .

مانچستر يونايتيد لوبه ډيره سړه پيل کړه خو داسې ښکاريده چې دواړه غاړې له يو بله ډيره ويره لري .

په لومړۍ برخه يا هاف کې بريدونه خورا کم و .

په دويمه برخه کې هڅې زياتې شوې خو داسې هم نه چې گول ساتونکي وخوځوي .

لوبه تر ډيره د ميدان په منځ کې روانه وه.

که چيرې دا لوبه مساوي شوې واى مانچستر يونايتيد ته به د ليگ گټل خورا گران شوي واى .

دغه راز د دې لوبې په گټلو به مانچستر سټي څلورم مقام پسې ټينگ کړاى واى .

خو د لوبې په ٩٣ مه دقيقه کې چې نوره نو سيالي ختميدونکې وه پول سکول په سر گول وکړ او د مانچستر سټي مينه وال يې هېښ کړل .

چلسي د شنبه په ورځ ناوخته له تاتنهم سره لوبه لري.

ورته مطالب