سميت : افغان کريکټ لوبډله راته گواښ پېښوي

سميت
Image caption سميت وار دمخه له افغان لوبډلې ويره وښووله

د سويلي افريقا د لوبډلې کپتان گراهم سميت له افغان لوبډلې ويره ښوولې ده او د خپلې اتلولۍ په وړاندې يې گواښ بللې ده .

له خبريالانو سره د خبرو پر وخت سميت وويل افغان لوبډله ښايي د دوى لپاره چې د سږنيو ٢٠ اوريزو سياليو د گټلو هيله لري،يو گواښ وي .

هغه وويل افغان لوبغاړي د کېلې د پوټکې په شان دي ځکه چې هغوى څوک نه پېژني او هر څوک پرې په اسانۍ ښويدى شي.

کيڼ لاسي تکړه لوبغاړي سميت زياته کړه ’’ افغانان ښه لوبغاړي دي او ښه استعداد لري، دوى د دويمې کچې ډېرې لوبډلې ماتې کړي ،له هغوى سره به زموږه لوبه ډېره حساسه وي.’’

گراهم سميت زياته کړه’’ ما د هغوى د اوپنر(د پيل لوبغاړى) کريم صادق په اړه معلومات ترلاسه کړل هغه له (ډيل سټن) ( د سويلي افريقا تر ټولو تېز توپ اچونکى دى) څخه نه وېريږي، ښايي د دې لامل دا وي چې افغانان په يوه جنگځپلي هېواد کې لوى شوى دي،چې همدغه ټکي هغوى خطرناکه کړي دي. که زه په يوه جنگځپلي هيواد کې لوى شوى وايي زه به داسې نه واى.’’

سويلي افريقا له افغانستان او هند سره د را روانو شل اوريزو نړيوالو سياليو په سي گروپ کې ده ،چې ټاکل شوې د روانې(اپريل) مياشتې په ٣٠ نېټه په ويسټ انډيز کې وشي. افريقا او هند له يو بل سره ډېرې سيالۍ کړي او د يو بل له لوبغاړو سره اشنا دي خو له افغان لوبډلې سره ځکه نا اشنا دي چې دا لومړى ځل دى چې افغانستان په نړيوال جام کې برخه اخلي .

د افغانستان لومړۍ لوبه له هند او دويمه يې له جنوبي افريقا سره ده .

ورته مطالب