فوتبال : شمالي کوريا او سويلي افريقا لوبه مساوي کړه

فوبتال

د جرمني په فرانکفورت کې د سويلي افريقا او شمالي کوريا ترمنځ د فوتبال يوه دوستانه لوبه بې له کومه گوله ختمه شوه .

د پنجشنبه په ماښام ترسره شوې دغه لوبه د روان کال د نړيوالو اتلوليو لپاره د چمتووالي په هيله کيده .

د سويلي افريقا په لوبډله کې ډير هغه لوبغاړي نه و چې د اروپا په کلبونو کې لوبه کوي او ستوري يې دي .

خو بيا هم په لوبه کې تر ډيره دوى برلاسي و .

شمالي کوريا په نړيوالو اتلوليو کې د درجه بنديو له پلوه تر ټولو وروسته ده.

د سويلي افريقا روزونکي کارلوس البيرتو پاريرا له لوبې وروسته خوښي وښوده چې نوي لوبغاړي يې وازمويل او هغوى ښه لوبه وکړه .

په برازيل کې زيږيدلي دغه روزونکي پر شمالي کوريا وويل چې تر ډيره يې دفاعي لوبه کوله .

بله لوبه

سويلي افريقا راتلونکې اوونۍ له چين سره دوستانه لوبه لري .

په نړيوالو اتلوليو کې شمالي کوريا له برازيل ، پرتگال او عاج ساجل سره په يوۀ گروپ کې ده چې د ډيرو په گومان يوۀ ته هم ماتې نه شي ورکولى .

نړيوالې اتلولۍ به د جون په مياشت کې په سويلي افريقا کې ترسره کيږي .

شمالي کوريا وروسته له ډيرو کلونو نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي پړاو بشپړ کړى دى .

سويلي افريقا بيا د نړيوالو اتلوليو کوربه هيواد دى .