د افغانستان کريکټران خپل هېواد ته د تاریخ نوې پاڼه لیکي

''څو ورځې وړاندې د سویلي افریقا کپټان اندیښنه وښوده چې د افغانستان لوبغاړي دجګړې په سیمه کې رالوی شوي او له هیچا ویره نلري. '' بشپړ رپوټ ولولئ

افغان کريکټران
Image caption د افغانستان لوبډلې د نړۍ د دومې درجې د کريکټ ګردو لوبډلو ته ماتې ورکړې او اوس د نړۍ له لومړۍ درجه لوبډلو سره مقابلې ته ورځي.

د مۍ په لومړۍ نېټه به افغانستان د خپلو لوبو په تاریخ کې یوه نوې پاڼه په غټو ټکو ولیکي .

دا په نړیوالو اتلولیو کې دافغانستان د کريکټ د لوبډلې ګډون دی.

افغانستان کله هم د لوبو په تاریخ کې دغه پرمختګ نه وو ترلاسه کړی.

دا به لومړی ځل وي چې د کريکټ د لویو لوبډلو د نندارچیانو په وړاندې افغانستان د نړۍ د یوې نومیالۍ لوبډلې په وړاندې میدان ته راوځي.

د لوبې ټول بهیر به د برتانیا د سکای ټلویزوني شبکه په ژوندۍ بڼه وښيي.

د کريکټ شنونکي به د افغانستان د لوبډلې پر راتلونکي نوي نظرونه ورکړي او د هېواد لوبغاړي به د زړه له کومي وستايي.

یوازې لس میاشتې مخکې د انګلستان د لارډز په لوبغالي کې وروستۍ شل اوریزه نړیواله اتلولي پاکستان وګټله.

اوس دغسې یوې بلې سیالۍ ته د نړۍ وتلې لوبډلې ور روانې دي. دا لوبډلې د کريکټ له سترو لوبغاړو څخه جوړې دي . هر لوبغاړی په نړیواله کچه له ځانګړي نوم او شهرت څخه برخمن دی.

دافغانستان لوبغاړي هم په دې نوملړ کې شامل شوي دي. لس میاشتې وړاندې چې وروستۍ شل اوریزه نړیواله اتلولي په انګلستان کې روانه وه ، بل ځای کې د افغانستان لوبډله په دې هلو ځلو بوخته وه چې دغه مزل بشپړ کړي.

دکريکټ شنونکي هغه لوبغاړي چې د ویسټ انډیز په سیالیو کې ګډون کوي، د نړیوالو شل اوریزو سیالیو بهترینه لوبغاړي ګڼي.

افغانستان ویاړي چې لوبغاړي یې په لنډ وخت کې په دې بریالي شول چې دخپل جګړه ځپلي هیواد نوم د نړۍ په بل سر کې وځلوي او ځانونه د شل اوریزو سیالیو په بهترینه نړیوالو لوبغاړو کې شامل کړي.

دغه درې اوونۍ دکريکټ د لوبغاړو لپاره ډیرې مهمې دي چې د می له لومړۍ نیټې څخه پیلیږي. هره لوبډله به هڅه وکړي چې د شل اوریزو سیالیو اتله شي.

د افغانستان لوبډله خپله لومړنۍ لوبه له هند سره دویسټ انډیز (غرب الهند) د سټ لوشیا په لوبغالي کې تر سره کوي.

که افغانستان دغه لوبه وګټي نو بیا به سویلي افریقا هم ورته ټینګه نشي.

د افغانستان لوبډلې د نړۍ د دويمې درجې د کريکټ ګردو لوبډلو ته ماتې ورکړې او اوس د نړۍ له لومړۍ درجه لوبډلو سره مقابلې ته ورځي.

کريکټ يا ملي لوبه

د افغانستان لوبډله ، ښه باولران ، بیټسمینان او ښه مشرتابه لري. دې ځوانانو پخپل زیار او نه ستړې کیدونکو هڅو سره په ټول افغانستان کې کريکټ پر ملي لوبې بدل کړ او دغې لوبې ته یې د افغان حکومت او خصوصي شرکتونو پوره ملاتړ ورمات کړ.

هر افغان ځوان که غواړي چې په ژوند کې پرمختګ وکړي د کريکټ له لوبغاړو دې زده کړي. درې کاله مخکې هیچا دا فکر نشو کولی چې دافغانستان دکریکټ لوبغاړي په دومره چټکۍ سره داسې یوې پولې ته ورسیږي چې ددنیا وتلي لوبغاړي په اندیښنه کې واچوي.

څو ورځې وړاندې د سویلي افریقا کپټان اندیښنه وښوده چې د افغانستان لوبغاړي دجګړې په سیمه کې رالوی شوي او له هیچا ویره نلري.

اوس د افغانستان د لوبډلې ترشا د حکومت او ولس ملاتړ شته دی. د راپورونو له مخې ان د طالبانو یو ویاند هم دا خبره کړې ده چې دهند په ضد به دافغانستان د لوبډلې بري ته دعا وکړي او دغه لوبه به په ټلویژون هم وګوري.

د هند د ډلې لوبغاړي د انډین پرایمر لیګ په لوبو کې د نورو هیوادونو د لوبغاړو په وړاندې ښه ځلیدلي دي.

په هغه لوبډله کې وریندر سیهواګ ډیر پوخ اوپنر وو چې د روغتیايي ستونزو له کبله له خپلې لوبډلې څخه لیرې شوی دی.

هغه پر تیزو منډو مشهور وو.په انډین پرایمر لیګ کې یې پر ۵۶ بالونو ۱۲۷ مڼدې کړې وې.

Image caption افغان باولران به د هغه په نشتوالي کې د خوشالۍ احساس ولري خو بیا هم د هغه د بدیل سوځول په لومړنیو اورونو کې د افغانستان د باولرانو لپاره له خورا ننګونو ډک کار وي.

افغان باولران به د هغه په نشتوالي کې د خوشالۍ احساس ولري خو بیا هم د هغه د بدیل سوځول په لومړنیو اورونو کې د افغانستان د باولرانو لپاره له خورا ننګونو ډک کار وي.

سچن ټنډولکر اویوسف پټان هم خورا تجربه لرونکي بټسمینان دي چې د وکټو د ساتلو پوره پوره وړتیا لري. خو دافغانستان دباولرانو وړتیا دومره وچته ده چې ښايي هندیان له ننګونو سره مخامخ کړي.

د افغانستان غونډسک وهونکو یا بټسمینانو ته ضروري داده چې د تېزو منډو سره سره پر وکټو ودریږي او د عرفان پټان او د کوم بل تیز باولر له هر بال څخه مڼده جوړي کړي چې ارومرو به یې کوي.

په دې سیالیو کې شاهد افریدی هغه لوبغاړی چې پخپل وروستي شاټ سره یې لس میاشتې مخکې اتلولي ګټلې وه داځل د پاکستان کپټان دی خو دا ځل پاکستان پخپل ګروپ کې له پیاوړو لوبډلو اسټرالیا او بنګله دیش سره مخامخ دی.

هېڅوک نه پوهېږي چې دا اتلولي به د چا برخه وګرځي. د کريکټ د لوبې په اړه هیڅوک وړاند ويینه نشي کولی.

خو که افغانستان دغه لوبه وګټي په هماغه ورځ به نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې جشنونه او خوښۍ وي او په دې توګه به دافغانستان لوبډله د نړۍ لومړنۍ لوبډله شي او لوبغاړي به یې په سیمه ییزو او د کريکټ په نورو نړیوالو کلبونو کې لوبېدو ته لار پیدا کړي.

ورته مطالب