کريکټ : افغانستان له ايرلنډ سره لوبه کوي

نوروز منگل او نور افغان لوبغاړي به له اوږدې الوتنې ستړي وي خو خوښ دي چې نړيوالو اتلوليو ته چمتووالى کوي

ويسټ انډيز ته له رسيدا يوه ورځ وروسته د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله د چمتوالي خپله يوازينۍ لوبه له ايرلنډ سره د گيانا په پروودنس لوبغالي کې د چارشنبه په ورځ ( د اپريل ٢٨ ) کوي .

دا لوبه د گيانا له ځايي وخت سره سم د غرمې په يوه بجه او ديرش دقيقې کيږي چې د گرينيچ له گړۍ سره سم د مازديگر پنځه نيمې او د افغانستان پر وخت د ماخوستن نهه بجې کيږي .

افغانستان د سه شنبه په ورځ له ځايي وخت سره سم ماسښپين د ويسټ انډيز سنټ لوشيا ټاپو ته ورسيدل .

له لندن څخه د څه باندې نهه ساعته الوتنې څخه وروسته به افغان لوبغاړي ځاى پر ځاى کيږي او د چارشنبه د ورځې لوبې ته به د چمتووالي وخت ونه لري .

افغانستان به اصولآ د سه شنبه په ورځ له ويسټ انډيز سره د چمتووالي لوبه لرلاى خو د افغان لوبډلې د الوتنې د ځنډيدا له امله هغه لوبه ونه شوه .

پخوانۍ لوبې

افغانستان له ايرلنډ سره تر اوسه درې شل اوريزې نړيوالې لوبې کړي دي چې افغان لوبډله پکې دوه يو وړاندې ده .

ايرلنډ په لومړنۍ شل اوريزه لوبه کې چې د روان کال په پيل کې په سرېلنکا کې وشوه افغانستان ته ماتې ورکړه .

خو څو اوونۍ وروسته د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي په لوبو کې افغانستان دوه ځله ايرلڼډيان مت کړل .

په دغو دوو بريو کې افغان لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه او پايلوبه په اسانۍ له ايرلنډ څخه گټلې وې .

افغانستان به د شنبه په ورځ ( د مۍ لومړۍ نېټه ) له هند سره د نړيوالو اتلوليو خپله لومړنۍ لوبه کوي .

د افغان لوبډلې دويمه لوبه به له سويلي افريقا سره وي چې د مۍ په پنځمه نېټه کيدونکې ده

ورته مطالب