پر افغان کريکټ لوبډلې د الجزيرې مستند فيلم ''وياړم چې افغان یم''

د افغان لوبډلې په اړه دغه مستند فلم  تر هغه وروسته خپرېږي چې دغې لوبډلې په کويټ کې د اسيا د غوره هېوادونو په لوبو کې اتلولي وګټله .
Image caption د افغان لوبډلې په اړه دغه مستند فلم تر هغه وروسته خپرېږي چې دغې لوبډلې په کويټ کې د اسيا د غوره هېوادونو په لوبو کې اتلولي وګټله .

الجزيره ټلويزيوني چينل په انګريزي د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې په اړه د ''Proud to be an Afghan'' په نوم مستند فلم خپور کړ.

دغه څه کم دوويشت نيمې د قيقي فلم د افغانستان د کريکټ دملي لوبډلې شاليد، لوبو او برياو ته يوه ځغلنده کتنه ده چې خپله پکې افغان لوبغاړي، روزونکي ، او نړيوال څارونکي ګړول شوي دي .

د افغان لوبډلې په اړه دغه مستند فلم چې جوړوونکی يې اندي ريچرډسن دی، تر هغه وروسته خپرېږي چې دغې لوبډلې په کويټ کې د اسيا د غوره هېوادونو په لوبو کې اتلولي وګټله .

دا لومړۍ اتلولي نه وبلکې تر دې وړاندې يې هم د بېلابېلې کچې په لوبو کې اتلولۍ ګټلې وې .

په لږ وخت او د اسانتياو له نشتوالي سره سره کې د افغان لوبډلې هېښوونکي پرمختګ ته نړيوال هک پک دي همدا لامل دی چې په دې وروستيو کې پر نورو سربېره د خبري رسنيو پام هم ور اوښتی دی .

په فلم کې، ځينې هغه سحنې هم ښوول کېږي چې لوبغاړي له لوبو وروسته راستنېږي او د ولسي جرګې يو شمېر غړي او عام افغان يې په تودو ولولو هرکلی کوي .

په فلم کې د ملي لوبډلې د پخواني روزونکي تاج ملوک عالم د هغې مرکې يوه برخه هم را اخيستل شوې چې په ۲۰۰۷ کال کې په کوېت کې د لوبو تر اتلولۍ وروسته دالجزيره له انګريزي برخې سره کړې وه . ده وايي '' دا يې په ژوند کې تر ټولو وياړلې ورځ ده . ''

نوروز منګل چې دا مهال د افغانستان دملي لوبډلې يو پياوړی غړی دی الجزيره ته د کريکټ په اړه په پښتو ژبه وايي : ددوی اتلوليو ''د خلکو ذهنيت بدل کړ.''

تر ده وروسته اقبال سکندر خبرې کوي.

نوموړی د پاکستان د کريکټ د لوبډلې پخوانی غړی و چې په ۱۹۹۲ کال کې د کريکټ نړيوال جام ګټلی وو . دی د افغان لوبډلې وړتيا(( په زړه پورې)) بولي .

ښاغلی سکند وايي افغان لوبډلې اوس يوازې غواړي چې اتلولي وګټي او بايد په دويمه درجه کې هم نه راشي . په فلم کې ريس احمدزی د خپل ژوند او کريکټ ته د راتلو کيسه کوي .

نوموړی وايي :'' زه ۱۹۹۲ کال کې د پاکستان د کچه ګړۍ د پنډغالي په يوه ښوونځي کې وم چې پاکستان نړيوال جام وګاټه ، هر چا خوشالي کوله ، ښوونکي هم خوشاله ول خلکو دا خوشالي لمانځله او هوايي ډزې يې کولې او ما هغه مهال فکر کاوه چې دا کريکټ لا څه شی دی. ؟''

خو نن همدغه ريس احمدزی د افغانستان دملي لوبډلې يو پياوړی لوبغاړی بلل کېږي چې په هره لوبه کې يې وړتيا له ورايه ښکاري .

ورته مطالب