نوروز او کبير : ښه يو چې چا نه يو پېژندلي

نوروز منگل
Image caption نوروز منگل له ملي لوبډلې سره څو اتلولۍ وگټلې خو د هند او سويلي افريقا په څير هيوادونو لا دوى مخامخ نه دي ليدلي.

د ويسټ انډيز په سينټ لوشيا ټاپو کې د خپلې لومړنۍ خبري ناستې په ترڅ کې افغان کريکټ روزونکي کبير خان او کپتان نوروز منگل وويل خوښ دي چې د کريکټ په وتليو هيوادونو کې خلک د دوى استعداد څخه خبر نه دي .

افغان لوبډلې د يوۀ هندي خبريال دې پوښتنې ته چې د هند کپتان دوني د افغانستان يو لوبغاړى هم په نامۀ نه پېژني ، تاسو دا خبره څرنگه گڼئ ، وويل چې هيله من يو چې له ښې لوبې وروسته مو ټول وپېژنې .

دلته په ويسټ انډيز کې د هند او سويلي افريقا ورځپاڼه ليکوونکي او مينه ټول په داسې حال کې د افغان لوبډلې په باب د لا ډيرو معلوماتو په لټه کې دي چې له افغانستان سره يې لوبه د شنبه او چارشنبه په ورځ کيدونکې دي .

د نړۍ د وتليو کريکت لوبډلو له خوا د افغان لوبغاړو پر نه پېژندلو په ويسټ انديز کې د افغانستان د کريکټ اداري مسوولين خوښ دي او وايي هند او سويلي افريقا شايد هغسې چمتووالى راته ونه کړاى شي چې د پېژندلو په ترڅ کې يې شايد کړى واى .

د کريکټ د وتليو هيوادونو روزونکي او اداري مسوولين عمومآ خپلو لوبغاړو ته د سيالو لوبډلو فلمونه ورښيي ، د هغوى کمزوري او د ضعف ټکي ور په گوته کوي او هڅه يې د وي چې د مخالفې لوبډلې کمزورې برخې په نخښه کړي .

خو د افغانستان د لوبډلې په باب نه هغومره فلمونه شته او نه هم نور معلومات چې هند او سويلي افريقا يې په نخښه کړي .

افغانستان د شنبه په ورځ له هند سره او د چارشنبه په ورځ له سويلي افريقا سره لوبه کوي چې بي بي سي پښتو ډاټ کام به يې له لوبغالي مخامخ حال درکوي.

ورته مطالب