افغان لوبډله په تمرين کې ، انځوريز رپوټ

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله له هند سره د شنبه په ورځ د لوبې لپاره په سنټ لوشيا کې په تمرين بوخته ده ، بي بي سي پښتو ډاټ کام يې انځوريز رپوټ وړاندې کوي .

دا عکسونه د بي بي سي پښتو ډاټ کام لپاره ليزلي نارت اخيستي دي .

لوبغاړي په تمرين کې

  • تمرين
    تمرين جدي روان دى خو لوبغاړي ترې خوند هم اخلي . کريم د کيچ نيولو په هڅه کې دى .
  • تمرين
    په دې توده هوا کې له تمرين سره ټوکي او خندا خپل خوند لري
  • تمرين حميد
    حميد حسن لاس تړلى خو وايي ټپي نه دى
  • تمرين شاپور
    شاپور ځدراڼ په سخته گرمۍ کې خوله خوله دى خو وايي چمتو دى چې وځليږي
  • نوروز
    نورز منگل ، کپتان دى ، په لوبه کې وايي چې کپتان ارامه او خو ښ وي لوبډله ورسره خوشاله وي
  • تمرين
    دولت احمدزى او ريس احمدزى نه پوهيږم څه ته فکر وړي دي ، شايد د سنټ لوشيا له طبعيي ښکلا خوند اخلي او ورته گوته په غاښ دي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .