هند له هيلو سره سم افغانستان ته ماتې ورکړه

هند په ١٥ اوور کې ١١٦ درې کسه اوټ ، هند وگټه

اشيش نيهرا د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو

دولت احمدزى : په ٢ اوور کې ٢١ منډې ورکړي يو کس اوټ کړ

شاپور ځدراڼ په ٢ اوور کې ٦ منډېورکړي

نبي په ٣ اوور کې ٣٢ منډه ورکړې

سميع : په ٢ اور کې ١١ مندې ورکړي يو اوټ

کريم په ٢ اوور کې ٢٢ منډې

حميد حسن په ٣ اوور کې ٨ منډې يو اوټ

نوروز منگل په يو اوور کې ١٤ منډې

په نوروز دوه سر په سر شپږيزې ووهل شوې

د حميد حسن په وروستي توپ اپيل وشو خو لوبڅار ونه مانۀ

وي جې د حميد حسن په توپ شاپور ځدراڼ کيچ اوټ کړ

وي جې ٤٨ منډې تر وسه کړي دي او يوراج په ٢٣ ولاړ دى

بيا نبي راستون شو

په نبي دوه سر په سرشپږيزې وې جې ووهلې

کيچ ولويد

کريم په دويم اورر کې نو بال وکړ او په فري هيټ شپيږزه وشوه

د حميد حسن دير ښه اوور پاى ته ورسيد ، هندي لوبغاړي پرې تر ډيره ځايه ونه پوهيدل

حميد حسن راغى

د پاکستان او بنگله ديش لوبه چې تر دې وروسته ده ، د هغوى لوبغاړي اوس د افغانستان لوبه گوري او له خپلو ځايونو راوتلي دي

سميع بل اپيل وکړ خو دا وار لوبڅار ورسره ملگرى نه شو

که افغانستان دا لوبه گټي يوازينۍ لار يې د لوبغاړو سوځول دي منډې نه کابو کيږي

سميع الله شينواري راينا ايل بي ډبليو اوټ کړ

سمع الله شينوارى راغى

د نبي په توپ د کيچ هڅه وشوه خو له لوبغاړي توپ تير شو

نبي بالينگ ته راغى

شاپور دوه ډير تيز او ښه اوورونه وکړل

له لوبغالي کې اوس له افغان لوبډلې سره خواخوږي ښکاري ، د دوى هڅونه ډيره شوې ده

د افغانستان فيلډينگ تر اوسه ښه روان دى

کيچ نبي واخيست

گمبير د دولت په توپ کيچ اوټ شو

سميع دير ښکلى توپ راگرځاوه

د شاپور په دې لومړي اوور کې نژدې دوه کسه په منډه کې هم سوځيدلي واى ، نژدې نژدې خبرې دي خو.....

د شاپور په دويم توپ وي جې نژدې سوځيدلى و

دولت احمدزى بالينگ کوي ، د دولت په اوور کې ډيرې مندې وشوې خو نژدې يو کيچ هم پکې شوى واى

کبير خان وايي پنځلس يا شل منډې نورې هم ورته پکار وې خو ١١٥ هم بدې نه دي . د يادولو وړ ده چې پرون ايرلنډ يوازې ٦٨ منډې کړې وې

هند ته د ١١٦ منډو هدف بايد ډير نه وي ، نور علي ښه وځليد خو نورو بې له اصغر ستانکزي ورسره ملگرتيا ونه کړه

افغانستان : په ٢٠ اوور کې ١١٥ منډې٨ اوټ

نور علي: اوټ٥٠

کريم صادق : اوټ صفر

شهزاد محمدي : اوټ کيچ ٦

نوروز منگل : کيچ اوټ٥

اصغر ستانکزى : اوټ اوټ٣٠

نبي : اوټ صغر

ريس :٤

سميع : رن اوټ٧

حميد حسن : ٦ اوټ

په دې وروستيو کې چې هر لوبغاړي څلوريزه ووهله ورپسې اوټ شو

حميد څلوريزه ووهله

سميع څلوريزه ووهله

نبي او اصغر د تيزو منډو په لټه وسوځيدل ، خو نور علي په خپلې لومړنۍ شل اوريزې پنځوس منډو ځان ثابت کړ

اصغر شپږيزه ووهله توپ يې له ميدانه ويوست

دا په شل اوريزو لوبو کې د نور علي تر ټولو ډيرې منډې دي

بخښنه غواړم دلته په لوبغالي کې کامرو سميه ښوود چې لوبې ته راغلىخو هغه اصغر و

د اصغر او نور علي ترمنځ د پنځوسو ملگرتيا وشوه

اصغر شپږيزه ووهله

ميدان کې شور لا هم زيات دى هوا ډيره توده ده

اصغر شپږيزه ووهله

نور علي بله څلوريزه ووهله

د افغانستان د منډو اوسط لږ کم دى خو درې لوبغاړي يې سوځيدلي چې بده خبره ده

هربجان سينگ راغى دا د دوى تر ټولو تکړه ورو بالر دى

د جديجه په اوور کې منډه ونه شوه او نورو هم وسوځيد

جديجه راغى چې ورو بالينگ کوي

د افغانستان د منډو اوسط ښه دى خو لوبغاړي بايد له لاسه ورنه کړي ، هند ورو بالر راوست

نور علي بله څلوريزه ووهله

په هغو توپونو گېکريم او شهزاد وسوځيدل نور علي پريښود او يو وايډ يا اضافه منډه شوه

وايډ بال شو

ظهير خان بالينگ ته راغى

په څلورم اوور کې شهزاد څلوريزه واخيسته او ورپسې وسوځيد او پاتې توپونه نوروز منگل ودرول ، افغانستان ته پکار دي چې لوبغاړي وساتي چې وروسته لوبه تيزه کړي

شهزاد هم د کريم په څير په باونسر اوټ شو شاته دوني کيچ کړ نهرا دواړه لوبغاړي وسوځول

شهزاد څلوريزه ووهله

نور علي بله څلوريزه ووهله ، ډير ښکلى شارټ و

نور علي څلوريزه ووهله

ډولونه لا هم روان دي

کريم پرله پسې د شارټونو هڅه کوله خو نه کيده

نور علي ښه لوبه کوي او داسې ښکاري چې دې لويې موقعې پرې اغيز نه دى کړى خو کريم لږ وارخطادى

کريم څلورم توپ ته مخامخ شو ، پسې راووت خو شارټ يې ونه واهه

ليگ باى دوه منډې وشوې

په اول توپ څه ونه شول ، پروين کمار بالينگ کوي ، نور علي په تلويزيون خپل شارټ وليد ، په دويم هم څه ونه شول

اول توپ ونه لويد ، نور علي له ميدانه ليرې شو لکه چې څه يې په سترگو کې ولويدل اوس بيرته چمتو شو

نور علي ځدراڼ به لومړي توپ ته دريږي ورسره کريم صادق دى

هندي ټيم راغى ، دوني کپتان مخکې دى ، د نندارچيانو ډولونه او شور لا زيات شو

د ملي سرود پر وخت ټول نندارچيان ولاړ ول ، په يوۀ کونچ کې پنځه شپږ افغانان اوس وينم چې له ملي بيرغ سره ولاړ دي او د لوبډلې ملاتړ کوي

د ملي سرود پر وخت د افغان لوبغاړو څيرې د ليدو وې ، له احساساتو ډکې وې ، اوس د هند سرود دى

لومړى د افغانستان ملي سرود دى

ملي سرود اوس غږول کيږي

افغان لوبډله ميدان ته راغله ، هنديان هم راغلل خپلو بيرغونو ته ودريدل د نندارچيانو چکچکې شوې

ميدان له خلکو ډک شوى دى ، خو د څوکيو په پاسنيو برخو کې ناست دي ځکه چې لاتندې لمر دير تود او سوځونکى دى

يوه مرموزه موسيقي ده ، لکه فلمي دنيا ، ورسره زلمي د افغانستان يو لوى بيرغ په لاس کې وړي ميدان ته ، اوس به ملي سرود ويل کيږي لوبغاړي مخامخ ولاړ دي خپلو بيرغونو ته

د افغانستان ملي بيرغ د هند له بيرغ سره ميدان ته راوړل شو

روح الله له هراته :لومړی خو می د وظیفی ټول کارونه بشپړ کړل او وس روان یم بازار ته چی یوه نوی اټینه راوړم چی په تلویزون باندی یی لوبه اوګوره په ژوندی بڼه خو ځنی خلک وایی چی لمر درست کار نه کوی! ( که دې انتن بيا هم د کار نه و نو بي بي سي پښتو ويبپاڼه مه هيروه )

چی ډیر کم وخت پاتی ده ور باید د هرات جامع جماعت کې ورته یو دوه رکعته لمونځ هم آدا کړم چی خدای یی کامیابه کړﺉ او ټولو افغانانو ته نن شپه خوښی ور په نسیب کړﺉ!

يو شمير ځايي ماشومان چې بيرغونه ورسره دي نڅيږي او تيه موسيقي لا هم غوږ کڼوي

د هند کپتان دوني وايي په ميدان کې يو څه لنده بل شته نو ويې غوښتل چې دا سخت پړاو پر ځان تير نه کړي بلکې افغانان پکې وازمويي

په لوبغالي کې سخته گرمي ده ، په ډير لوړ غږ سندرې غږيږي ، غوږونه کڼوي

د پاکستان يو شمير ملاتړي هم راغلل له پاکستاني بيرغ سره ، دوى له هند سره کلکه سيالي لري نو گورو به چې د چا ملاتړ کوي ، پاکستان وروسته له بنگله ديش سره لوبه کوي

افغان لوبډله :

نور علي ځدراڼ

کريم صادق

شهزاد محمدي

نوروز منگل

اصغر ستانکزى

ريس احمدزى

نبي عيسى خيل

سميع الله شينوارى

لوبغالى

وروستي چمتووالي هم وشول

دولت احمدزى

حميد حسن

شاپور ځدراڼ

د هند لوبډله :

دوني

گمبير

رينا

وي جې

يوسف پټان

يوراج سينگ

ظهير خان

جديجا

پروين کومار

هربجان سينگ

اشيش نيهرا

دولت احمدزى لوبه کوي ميرويس اشرف ١٢ نمبر دى

يوې خواته د هند ملاتړو د هند له بيرغه جامې جوړوې کړي دي ، دولونه هم ورسره دي خو سپين نشته چې د تڼو اټن ورته وکړي

لږ وروسته به ملي سرود غږيږي

لوبغالي کې د انديا انډيا نارې اورم ، شور ورو ورو زياتيږي

هند افغانستان ته د منډو بلنه ورکړه

هند پچه وگټله

نوروز منگل او دوني د پچې لپاره ميدان ته ورغلل

د لوبې پيل ته نيم ساعت پاتې شو ، لوبغالى ورو ورو له نندارچيانو ډکيږي ، يو ځاى ډول غږيږي ، شپيلۍ ډيرې اورم ، لا مې افغان ملاتړي نه دي ليدلي خو خبر يم چې شپږ اووه کسه راغلي دي

د هند يو ملاتړى دى ، په ونه ټيټ سړى دى ډير شور کوي ، شپيلى وهي ، چيغي وهي او دوني دوني چې د هند کپتان دى د هغه نوم اخلي

د هند ملاتړي شپيلى وهي او د ويسټ انډيز اوسيدونکي هم راغلي ډول يا تبله وهي ، فضا له شوره ډکه ده او نندارچيان په بې صبرۍ منتظره دي

لکه چې زما خبره په لوبغاړو ښه ونه لگيده بيرته راپورته شول ، افغانان يادوم

افغان لوبغاړي اوس پر خپلو څوکيو ناست دي ، هنديانو هم فوټبال بس کړ

صاحب جان له کابله : په تيم کې څوک لوبيږي ( لا يې نه دى اعلان کړى خو گومان کوم چې دولت احمدزى به د ميرويس پر ځاى لوبه کوي نو په دې حساب به هغه لوبډله وي چې له ايرلنډ سره لوبيدلې او ځليدلې وه )

عتيق له لندنه : که مو دا لوبه وگټله پنځه پونډه خيراتوم او دوه رکعته نفل کوم ( لږ نور هم ښه شه )

مصطفى له کابله : هندي ټيم ته ووايه چې د کابل پټانان راغلي دي ( هغوى خپله هم يوسف پټان او عرفان پټان لري )

هندي لوبغاړو تود فوټبال شروع کړى يوۀ يې گول وکړ ، نيمو يې ژيړ کميس اغوستى او نيمو يې توربخون چې سره وپېژندل شي ، فوټبال کې يې چندانې خوند نشته خو کريکټ کې يې نو مه پوښتئ

ذبيح الله له لوگره : د وياړ ځاى دى چې زموږ لوبډله اوس په نړيوالو لوبو کې له هند سره مخامخيږي

په همدې لوبغالي به وروسته د پاکستان او بنگله ديش لوبه هم وي

لوبغالى

په همدې لوبغالي کې لوبه پيلدونکې ده

د هند لوبغاړي فوټبال کوي ، په فوټبال ځان گرموي ، خو افغانان بالينگ او بيټينگ کوي خپل کريکټ يې نه دى هير

فهيم ځاځى له برمينهگمه : ټوله شپه مې خوب نه دى کړى ، نن کار ته نه يې تللى ، باوري يم چې زموږ لوبډله به ځليږي

د هند ملاتړي ورو ورو ډيريږي ، شپيلى وهي ، شور جوړوي او غوږونه کڼوي

صميم وردک له نامعلومه ځايه : دا لوبه کله پيليږي ( لوبه به پوره يو ساعت وروسته پيل شي د افغانستان په وخت د مازديگر شپږ بجې )

فضل محمود له سويډنه : تاسو ته ښه وخت او د ملي لوبډلی د بریالیتوب په هیله. نن به د ناپیلتوب پسی نه ګرځیْ. څنګه ده د افغانستان د ملاتړ لپاره خلک تر سترګو کیږی که نه؟ ( لا خو نه ، البته دا تاسو ياست )

ساپى له پېښوره : زه په خپلې لوبډلې باور لرم چې گټي به يې ( هندوان به هم همدا وايي )

هندي لوبغاړو اوس تمرين تيز کړ ، منډې رامنډې وهي

هندي لوبغاړي هم تمرينونه کوي خو د افغان لوبغاړو تمرين راته ډير ښکاره شو ، ليزلي ارت زموږ عکاسنه راستنه شوه راته وايي چې ډيره بده گرمي ده ، عکسونه به يې ژر خپاره کړو .

د هند لوبډله اوس ميدان ته راغله

سپين تڼى ( دا مو همکار دى او که بل سپين او بل تڼى خو راته ليکي ) یوخودې خوست هیرشوی دی که دتڼیودښته اباده اوغرونه یی شنه شی نوهمداستا په انځورشوی لوبغالی پسی رسیدلی شی.

بله خبره دې دکرکیت په کمیس کی دخبریالی وکړه. زه نن کولی شم چی داازادی ځان ته ورکړم او داتڼ بندوبست وکړم ځکه رخصت یم . دپری توب ټاپه نشی راباندی لکیدلی. بس ګوروبه چې څه کیږی ځلا اواقبال افغانستان ته دعاوې کوی. ها زموږدکلیوالوخبره ده دوی خوتلپاک دی ګوندې دعایی قبوله شی. موږ ددعا ترڅنګ څڼې هم غوړوو، خوخدای دی وکړی چی په کار راشی. خیر اوس

خير گل افغان له کندهاره : اوس درس ته روان يم خو له افغان لوبډلې غواړم چې خپل افغانيت ښکاره کړي

نور علي له جلال اباده : د افغان که د هند د ټيم مورال اوچت دى ؟ ( مورال د چا په تندي نه وي ليکلى چې معلوم شي ، په لوبه کې به يې پته ولگيږي )

ډاکټر اعظيم چې د افغان لوبډلې ډاکټر دى وړاندې دى او لوبغاړو ته لارښونه کوي

لوبغاړي سره خاندي ، ښه نخښه ده ، ارام دي

افغان لوبډله په لوبغالي راگرځي ، لاسونه ښوروي او تمرين کوي اوس رانژدې کيږي

متين له پېښوره : زموږ دعاگانې ورسره دي افغانستان يې گټي

تيره شپه مې د افغانستان د ملي لوبډلې په هوټل کې شپږ افغان ملاتړي هم وليدل چې له لندنه راغلي و ، افغان لوبغاړو ټکټونه ورکړل ، شايد نن هغوى هم راشي ، راته ويل يې چې ملي بيرغ به راسره وي او ښه شور به جوړو ، خو شپږ کسه به له دومره ډيرو هندي ملاتړو سره څرنگه مقابله وکړي ؟

د هند ملاتړي د خپل ملي ټيم په جامه کې ورو ورو لوبغالى ډکوي

افغان لوبغاړي اوس سره په يوه دايره کې راټول شوي دي ، خبرې سره کوي ، د بي بي سي پښتو وېبپاڼې عکاسه ليزلې نارت ورغله لږ وروسته به يې عکسونه په همدې پاڼه وگورئ

اکرم کاکړ له کابله : وارخطا يم خداى دې ژر شپږ بجې کړي چې کړور ته لاړ شم او په تلويزيون دا لوبه وگورم ( د بي بي سي ويبپاڼه هم ورسره گوره چې په دې کې لا بل خوند دى، هسې نه اوس ووايې سپاهي ځان ستايي )

علي له لندنه : لوبې ته څومره وخت پاتې دى ( دلته اوس نژدې اته بجې دي نو له اوسه پوره يو نيم ساعت وروسته ، په لندن کې به د ماسپښين دوه نيمې بجې وي او په کابل کې به د مازديگر شپږ وي)

د لوبغالي کيڼ لاسته يوه خيمه غوندې ده په دې کې زلموټي ناست دي ، پرون يې د افغانستان د ملي سرود تمرين کاوۀ ، نن به تر لوبې وړاندې د افغانستان او هند ملي سرود غږوي

د لوبغالي په ښي کونج کې ( د لوبغاړو له انتظار خونې څخه ښى لاس ) افغان لوبغاړي تمرين کوي ، ځينې يې شارټونه وهي او ځينې يې توپونه وراچوي

افغان لوبغاړي ميدان ته راووتل ، تمرين کوي

اتل منگل له اتريش نه که ملي لوبډلې هند ته ماتې ورکړه لوى افتخار به وي ( دا د که ټکى ډير لوى دى )

دلته په سنټ لوشيا کې اوس اته کمې اته بجې دي ، لوبه به د دې ځاى پر وخت په نهه بجې او ديرش دقيقې پيليږي چې د افغانستان د مازديگر شپږ بجې کيږي

برېښنا ناصري له مسکوه : په بالرانو کې ولې حميد حسن نشته ؟ ( چا ويل چې نشته ، لا خو لوبډله نه ده اعلان شوې )

له اسلام اباده عبدالکافي راته ليکي : هيله لرم چې ملي لوبډله وځليږي

دلوبغالي مسوولين د پچ ساحه جوړوي ، خط کشۍ پکې روانې دي

په کوټه کې نو هغه د اوبو ډنډ چې دى، نوم مې يې هير شوى دى ، بس د هغه ډنډ پر ځاى دا لوبغالى جوړ کړئ خو غرونه نو بايد شنه وي

په کندهار کې به يې بېلگه د ميرويس نيکه زيارت ته مخامخ ، چل زينو ته نژدې ځاى که زرغون کړئ همداسې لوبغالى پکې جوړولى شئ

په جلال اباد کې د پوهنتون ساحه در ياده کړئ ، که سيند نه وي او هغه سپيره غر يې هم زرغون کړئ او لاندې د پوهنتون په ساحه کې لوبغالى جوړ کړئ نو شايد همداسې وي.

که مو په کابل کې باغ بالا ليدلى وي ، داسې فکر وکړئ چې هغه غوندې نورې هم شنې کړئ او په لمنه کې يې د کريکټ لوبغالى حوړ کړئ.

د دې لوبغالي په باب به يو څه ووايم ، ډير ښکلى دى خو د ډير ټکى کافي نه دى . درو غاړو ته يې غونډې دي ، تکې شنې ، په ونو داسې پوښلې دي ته وايي چا د کاغذ په مخ انځور کاږلى وي .

د دې لوبې د عکاسۍ لپاره د تلويزيون شپږ ويشت کامرې په کار بوختې دي ، د بي بي سي پښتو يوه کامره هم شته ، البته تلويزيوني کامره نه ده .

دلته په سنټ لوشيا کې هوا خورا توده ده ، لا سهار دى خو هوا دپه ده

هندي ورځپاڼه ليکوونکو د هند د ملي ټيم جامې اغوستې دي

ما هم ورته د افغانستان د ملي لوبډلې کميس واغوست ، نه پوهيږم په خبريالۍ کې ناپېيلې توپ څه شو . ( مه مې گرموئ )

په لوبغالي کې ورو ورو خلک مخ په ډيريدا دي

له ما سره جوخت د هند يو شمير ورځپاڼه ليکوونکي ناست دي

ښه راغلاست

د لوبې پيليدا ته لږ وخت پاتې دى

په لوبغالي کې د چمن رېبلو ماشين چليږي

د رسنيو گڼ شمير کسان راغلي دي

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .