ريس احمدزى : د سويلي افريقا لوبه به مې وروستۍ وي

ريس احمدزى

ريس احمدزي د افغان کپتان په توگه له شلو اتلس لوبې گټلې وې

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې ډير تجربه لرونکى او تکړه لوبغاړى ريس احمدزى وايي روانې شل اوريزې نړيوالې اتلولۍ به يې د ملي لوبډلې له خوا وروستۍ سيالۍ وي .

کلېکاږل د مينه والو غبرگون

ريس احمدزي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په ځانگړې توگه وويل چې له نړيوالو لوبو څخه د تقاعد پريکړه يې لوبغاړو ته اورولې او له سويلي افريقا سره د چارشنبه په ورځ لوبه به يې وروستۍ لوبه وي .

ريس احمدزى چې د ملي لوبډلې پخوانى کپتان دى وايي هيله من دى چې سويلي افريقا ته ماتې ورکړي او د نړيوالو اتلوليو دويم پړاو ته لار ومومي .

دۀ د خپل تقاعد په باب لا له خپلې کورنۍ سره خبرې نه دي کړي خو وايي چې هغوى به يې هم ملاتړ وکړي .

ريس احمدزى د افغانستان په ملي لوبډله کې په لومړي ځل په ٢٠٠٤ کال کې شامل شو .

زۀ ستا د لوبې ډير کلک مينه وال يم ، ستا په لوبه مين يم او غواړم چې ډيره لوبه وکړې

غمى له ډيلي

دوه کاله پس د ملي لوبډلې کپتان ونومول شو .

ريس احمدزى چې منډه جوړونکى دى او کله نا کله ورو سپېين بالينگ هم کوي د ملي لوبډلې يو له ډيرو تجربه لرونکو لوبغاړو څخه دى.

دى له رسنيو سره په اړيکو کې او په نړيوال ډگر کې د کريکټ له مهمو چارواکو او لوبغاړو سره په راشه درشه کې ښه نوم لري .

دا کيداى شي په افغانستان کې لومړى ځل وي چې يو تن د راتلونکو نسلونو د چانس لپاره قرباني ورکوي او دا پخپله د ښاغلي احمدزي لوړ شخصيت په گوته کوي .

سيد عبدالله له امريکا

ريس احمدزي په نړيوالو سياليو کې شل ځله د افغانستان د کپتان په توگه لوبه کړې ده .

دۀ په دغو شلو لوبو کې يوازې دوه لوبې بايللي دي چې يوه يې د ٢٠٠٦ کال د اسيا د غوره هيوادونو د اتلوليو نيمه پايلوبه وه چې هانگ کانگ ماتې ورکړه او بله يې يو کال وروسته د منځني ختيځ د اتلوليو پايلوبه وه چې بحرين ترې وگټله.

د ريس احمدزي په کپتانۍ کې افغانستان د کريکټ مشهور کلب ايم سي سي ته ماتې ورکړه او ورپسې يې د انگلستان د سفر په ترڅ کې له اوو څخه شپږ لوبې وگټلې .

ريس احمدزى په پښتو ، انگريزي ، دري او اردو ژبو باندې روانې خبرې کوي او په کريکټ لوبه کې يې د لوبڅار يا امپاير کورسونه هم کړي دي .

ريس احمدزى د ملي ټيم يو له هغو لوبغاړو څخه دى چې افغان ټيم ته يې ډير خدمت کړى دى . د تقاعد پريکړه يې هم د جرئت نخښه ده چې نويو ځوانانو ته موقع پيدا شي .

شهزاده مسعود ( د ولسمشر کرزي سلاکار )

د خپل تقاعد د دليل په باب ريس احمدزي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل :

(( غواړم نوي ځوانان ملي لوبډلې کې ځاى ومومي . زۀ لا هم څو کاله لوبه کولى شم خو فکر کوم ښه خبره ده چې سر له اوسه موږ د راتلونکو نړيوالو اتلوليو لپاره ځوانان وروزو . که زما غوندې لوبغاړي پاتې شي نويو زلمو ته به چانس نه وي چې د نړيوالو لوبو تجربه پيدا کړي . ))

ريس احمدزى وايي هيله من دى چې د لوبيز ژوند ختميدا به يې له کريکټ لوبې سره داړيکيو د پاى په مانا نه وي .

په لوگرکې زيږيدلى ريس احمدزى وايي د ځوانانو د روزونې لپاره يې يوه مرستندويه ټولنه جوړه کړې ده او که چيرې افغان کريکټ بورډ هم ورڅخه وغوښتل چې د کريکټ په چارو کې مرسته وکړي نو چمتو دى .

د ريس نوم به هميشه د افغانستان په کريکټ کې ياديږي

تاج ملوک ( د ملي لوبډلې مرستيال روزونکى )

د روانو نړيوالو شل اوريزو اتلوليو تر پيل وړاندې د ملي لوبډلې روزونکي کبير خان د ريس احمدزي په باب د بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته ويلي و :

(( د اعتماد وړ لوبغاړى دى ، دا قدرت لري چې د فشار په حالت کې لوبه وکړي او ښه لوبه وکړي . په يو ورځنيو او څلور ورځنيو لوبو کې ډير ښه دى خو په شل اوريزو لوبو کې يې هم د ښو شارټونو له امله ځاى جوړ کړى دى . ))

ريس احمدزي د څه کم ٣٠ منډو په اوسط په نړيوالو رسمي يو وروځنيو لوبو کې منډې کړي دي .

په شل اوريزو لوبو کې يې بيا اوسط تر څلوېښتو منډو پورته دى.

ريس احمدزى لومړنى افغان لوبغاړى دى چې رسمآ له نړيوالو لوبو څخه تقاعد اعلانوي .

د ريس احمدزي په باب خپل نظر راسره شريک کړئ

له ريس احمدزي نه مننه کوم چې د خپل ټيم د راتلونکي په باب فکر کوي

عبدالحى له چينه

محمد ياسر مومند له کابله

ريس احمدزي بايد په دې حساس وخت کې دا فيصله نه واى کړې . په هر صورت د دۀ رول او فعاليت په ملي لوبډله کې بې سارى او د ستاينې وړ دى ، د الله تعالى نه د دۀ په راتلونکي ژوند کې د لا زياتو برياليتوبونو غوښتونکى يم .

عبدالحى له چين څخه

له ريس احمدزي نه مننه کوم چې د خپل ټيم د راتلونکي په باب فکر کوي ، زۀ د ريس پر لوبې مين وم دۀ په کويت کې ډيره ښه لوبه وکړه .

وحيد الله نبيل له کابله

زۀ د ريس په استعفى ډير خپه شوى يم د افغانستان د کريکټ ډير تکړه لوبغاړى دى او موږ ورباندې وياړو .

زۀ لا هم څو کاله لوبه کولى شم خو فکر کوم ښه خبره ده چې سر له اوسه موږ د راتلونکو نړيوالو اتلوليو لپاره ځوانان وروزو .

ريس احمدزى

لطف الله حسرت له کابله

په رښتيا د ريس احمدزي په استعفى ډير خواشينى شوم خو زۀ د دۀ په دې خبرې افتخار کوم چې وايي له دې کبله استعفى کوي چې نوي ځوانان وروزل شي ، کاش چې زموږ په مرشانو کې هم د ريس په شان احساس پيدا شي . ودان ، اباد او هر چيرې چې وې سر لوړى واوسې .

مولانا فضل الله تعليم يار له خوست څخه

زۀ د ريس په استعفى خوشاله يم ، که يو څو نور لوبغاړي هم استعفى وکړي او ټيم کمزورى شي ښه به وي ، ماشومان به زړۀ ورنه تور کړي .د کريکټ له لاسه ماشومان درس نه وايي دباندې خو څه کوئ چې په کوټه کې دننه هم کريکټ کوي او هر څه ماتوي .

شهزاده مسعود ( د ولسمشر کرزي سلاکار ) له باربډوز څخه

د ريس احمدزي په استعفى ډير خپه شوم ځکه چې ريس احمدزى د ملي ټيم يو له هغو لوبغاړو څخه دى چې افغان ټيم ته يې ډير خدمت کړى دى . د تقاعد پريکړه يې هم د جرئت نخښه ده چې نويو ځوانانو ته موقع پيدا شي . د کريکټ د پرمختيا لپاره بايد دۀ ته په کريکټ بورډ کې کار ورکړل شي .

تاج ملوک ( د ملي لوبډلې مرستيال روزونکى ) له باربډوز څخه

په دې ډير خپه شوم چې ريس احمدزي استعفى وکړه ځکه چې ريس له ما سره اتلس کاله کريکټ کړى دى هم په مهاجرت کې او هم د افغانستان لپاره ، دۀ ډير تکليفونه تير کړي دي . د ريس نوم به هميشه د افغانستان په کريکټ کې ياديږي ، ځوانانو ته قرباني ورکول د دۀ بل جرئت مندانه قدم دى ، زۀ په ريس جان وياړم .

کريم خان صادق ( د ملي لوبډلې لوبغاړى ) له باربډوز نه

ريس احمدزى د افغانستان د پرله پسې بريو دليل و

سيف الدين بابري له هند نه

چا راته وويل چې ريس احمدزي له لوبې استعفى اعلان کړه والله ډير خپه شوم ، زۀ او ريس دواړه په ٢٠٠١ کال کې د تورخم په دروازه افغانستان ته تللي و او افغان ملي ټيم کې شامل شوي و، ريس د افغان کريکټ لپاره دير خدمت کړى دى الله پاک دې اجر ورکړي چې نور کار هم وکړي.

هيواد غيرت له کابله

ريس احمدزى که څه هم د افغان لوبډلې يو پياوړى او با تجربه لوبغاړى دى ولې په داسې شرايطو کې د تقاعد اعلان په څه مانا دى ، دليل يې څه و.

سيد نورالدين له لبنان نه

گرانه ريسه اوس لا د تقاعد لپاره ډير وخت شته . يو خو لا ځوان يې او دويم ايله اوس د افغانستان په باب خلک خبر شول چې د کريکټ لوبډله لري . د دې دليل يوازې ستا په څير د مستعدو لوبغاړو شته والى دى ، ستا د تقاعد به پر ټيم منفي اثر وشي . زۀ هيله من يم چې خپله پريکړه بدله کړې .

ايمل خان نورستانى له کابله

د افغانستان د کريکټ په تاريخ کې ريس احمدزى يو له ډيرو تکړه لوبغاړو څخه دى د ډه د تقاعد خبره افغان ولس ځوروي نو زما په فکر اوس يې د تقاعد وخت نه دى ، افغان ټيم تر پنځو نورو کلونو پورې ريس احمدزي ته اړتيا لري نو د خداى لپاره ريس جانه له لوبې خوند واخله او د ځان لپاره نۀ بلکې د ملت لپاره لوبې ته دوام ورکړه ، ته راباندې گران يې .

غمى

ما ويل چې دا ټيم به په نظر کيږي ، ناځواني مه کوه راباندې گران يې پاتې شه .

ذبيخ

ما ويل چې دا ټيم به په نظر کيږي ، ناځواني مه کوه راباندې گران يې پاتې شه .

غمى

زۀ له ريس احمدزي څخه خواست کوم چې خپله پريکړه بدله کړي موږ دۀ ته اړتيا لرو او دى راباندې گران دى . ريس ښه کپتان و ، زموږ خوار هيواد د ريس غوندې لوبغاړو ته اړتيا لري .

حامد مومند له بلجيم نه

اميد لرم چې د تقاعد يوازينى دليدل همدا وي او خداى مه کړه بله خبره يا نارضايت پکې نه وي . د دۀ خدمت به هميشه ستايو او وياړ پرې کوو .

سيد عبدالله له ټکساس امريکا څخه

دا چې ريس احمدزى په خپله خوښه کريکټ پريږدي ، د افغانستان په شان يوۀ هيواد کې په رښتيا چې د حيرانتيا خبره ده ، دا کيداى شي په افغانستان کې لومړى ځل وي چې يو تن د راتلونکو نسلونو د چانس لپاره قرباني ورکوي او دا پخپله د ښاغلي احمدزي لوړ شخصيت په گوته کوي . اى کاش د سياست په ډگر کې مو هم همدا شان اتلان درلوداى په دې هيله چې يوه ورځ به ټول افغانان دا ميړانه او احساس ولري .

سمندر له اماراتو

د ريس له تقاعد نه نورې خبرې راته ښکاري هسې نه اوس يوه بله ستره جگړه په کريکټ کې راپيدا نه شي ، متاسفانه افغانان به جگړې کوي ، د ريس تقاعد ښه زيرى نه دى .

نصيب اڅک له کراچۍ

ډير ښه لوبغاړى دى او موږ ټول به يې يادوو .

جبارخيل له کابله:

داخوښه خبره ده چې احمدزي دتقاعدغوښتنه وكړه نو زما هيله دا ده چې احمدزى دې په راتلونكي كې د يو ښه روزونكي په توګه دكريكټ په ملي اكاډمۍ كې دنده ترسره كړي چې له ده څخه نوي ځوانان زده كړه وكړي اوپه راتلونكي كې لا بريا د افغانستان په برخه كړي.

په مننې سره

ژوندى دې وي دافغانستان دكريكټ ټيم

ذکريا ستانکزى له لندن نه

په دې پريکړه يې خوښ يم ځکه چې دا به نوي نسل ته چانس ورکړي . په تيم کې ځينې نور لوبغاړي هم بايد په همدې باب فکر وکړي .

که زما غوندې لوبغاړي پاتې شي نويو زلمو ته به چانس نه وي چې د نړيوالو لوبو تجربه پيدا کړي .

ريس احمدزى

حفيظ له برتانيا

زۀ فکر نه کوم چې د داسې پريکړې لپاره اوسنى وخت مناسب و ، دى زموږ يو له ښو لوبغاړو څخه دى او موږ ټول افغانان پرې وياړو .

سيف الدين بابري له بنگلور هند څخه

ريس احمدزى د افغانستان د پرله پسې بريو دليل و ، دى په رښتيا يو له لويو لوبغاړو څخه دى ، دا يوه لويه پريکړه دى چې دى يې له شل اوريزو لوبو څخه د تقاعد په توگه اخلي خو هيله من يم چې دى به لا هم ډير وځليږي .

بلال له لوگره

زما په اند ريس احمدزی لا هم ډېر ځوان دی، ځکه ما په وروستيو شل اوريزو سياليو کې داسې کسان هم وليدل چې عمرونه يې نژدې څلويښتو کلونو ته رسيدل، خو بيا هم لوبیدل، نو د ريس د تقاعد لپاره لا ډېر وخت شته.

عصمت الله اندړ, شارجه

د پیاوړي لوبغاړي ریس احمدزي د تقاعد پریکړه ښه زیری دى . په افغانستان کې ځوان او تکړه لوبغاړي شته چې د دوی ځای په لوبډله کې ونیسي او بل دا چې افغانستان تکړه لوبڅارو او روزونکو ته ډیره زیاته اړتیا لري که د ښاغلي احمدزي په څیرځینې نور لوبغاړي هم چی عمرونه یي ډیر دي او د کريکټ په نړۍ کې ښې لاسته راوړنې لري تقاعد وکړي او د لوبڅارو او روزونکو لا زیات کورسونه ووایي او د افغانستان د کريکټ دا کمی پوره کړي نو ښه به وي .

غمى له ډيلي

زۀ په هند کې افغان محصل يم او له ريس احمدزي څخه پوښتنه کوم چې ولې لوبه پريږدې ستا هيواد تا ته ضرورت لري لطفآ په ټيم کې پاتې شه . موږ ، زموږ هيواد او د کريکټ ټول مينه وال له تا هيله کوو چې لوبه مه پريږده . زۀ ستا د لوبې ډير کلک مينه وال يم ، ستا په لوبه مين يم او غواړم چې ډيره لوبه وکړې .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .