کبير خان : ملي سرود مې اوښکه وبهوله

کبير خان
Image caption کبير خان وايي له هند سره هغومره ونه ځليدو چې استعداد يې لرو

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې روزونکى کبير خان له سويلي افريقا سره تر لوبې يوه شپه وړاندې د خپلې لوبډلې په باب ، له هند سره پر ترسره کړې سيالۍ او د ريس احمدزي پر تقاعد خبرې کوي .

له بي بي سي پښتو ويبپاڼې سره افغان روزونکي دا مرکه د ټيم د باربډوز ټاپو په هوټل کې کړې ده .

پوښتنه :د هند د لوبې په باب څه واياست ؟

کبير خان : زۀ پوهيږم چې ډيرو وستايلو او ښه خبرې يې راباندې وکړې خو د روزونکي په توگه زۀ پوهيږم چې موږ تر هغه ښه يو چې په لوبه کې مو وښوول ، موږ تر دې هم ښه لوبه کولاى شواى ، کوم استعداد چې زموږ لوبغاړي لري ، لا ښه لوبه يې کولى شواى ، زۀ فکر کوم موږ ١٣٠ يا ١٤٠ منډې کولاى شواى او بيا مو شايد لوبه يو څه نوره هم غځولې واى ، زۀ دا نه وايم چې موږ دې بايد لوبه گټلې واى خو تر دې مو ښه لوبه کولاى شواى .

پوښتنه : تر لوبې وړاندې مو لوبغاړو ته څه ويلي و، چې له هندي لوبغاړو ،کامرو او دومره نندارچيانو سره څه وکړي ؟

کبير خان : زۀ فکر کوم چې هر لوبغاړى چې خپله لومړنۍ لوبه کوي تر ډير فشار لاندې وي ، افغانستان له اولې ورځې کامرې او رسنۍ او نندارچيان ليدلي و ، ليدل يې چې د نندارچيانو شميره يې په تيرو دوو کلونو کې له لسگونو کسانو خبره سلگونو او زرگونو ته ورسيده ، نو دوى ورسره ستونزه نه لرله ، خو دا ځل يې لوى لوبغاړي ليدل ، دوى غواړي چې ښه او تکړه لوبغاړي له خپلې لوبې متاثره کړي ، دا ښه خبره ده ، دوى دا کار له شعيب اختر سره هم وکړ ، د پاکستان له اې لوبډلې سره يې که څه هم دوه وبايللې خو دريمه يې په همدې دليل چې دوى غوښتل ځان ورته ثابت کړي ، وگټله ، زما په گومان که موږ بيا له هند سره لوبه کوله نو تر لومړنۍ سيالۍ به مو لوبه ورسره ښه وي.

پوښتنه : ځينې مثبت خبرې هم وې نور علي او اصغر وځليدل که څرنگه ؟

کبير خان : هو نور علي تل متاثر کړى يم ، اصغر اوس ځليږي له اى سي سي له کمپ ( په اماراتو کې د فبروري مياشت ) څخه وروسته ډير ښه شو ، اصغر د ملي لوبډلې يوازينى لوبغاړى و چې هغه کمپ ته ايسار شو نور پنځه لوبغاړي مو د ١٩ کلن ټيم پکې ځاى کړل . له هند سره په لوبه کې زموږ اصلي منډه جوړونکو منډې ونه کړې ، کپتان نوروز منگل ، نبي ، او شهزاد او لاندينيو لوبغاړو ډير څه ونه کړل .

پوښتنه : د هند لوبه به ډيره احساساتي وه درته که نه ؟

کبير خان : مثبت او منفي دواړه اړخونه يې لرل ، که له جرسي تر اوسه په دوه کالو کې چې له صفره ټاپ ت راغلو حال دا چې په کور کې نه ميدان لرو نه نورې اسانتياوې او يوازې په دوه اوونيزو کمپونو کې لوبغاړې تيارو ، نو عجيبه ده ، دا لوبغاړي کاميابي ته تږي دي ، دوى تږي دي چې په نړۍ کې يې وطن ياد شي ، بيرغ يې پورته شي ، نو همدا دليل دى چې دوى ښه ځليږي ، خو که موږ اسانتياوې ولرو نو لا به ښه شو ، که نور علي او نوروز خوست ته ولاړ شي هلته هيڅ نشته ، ميدان نشته او د لوبې نورې اسانتيا نشته چې تمرين وکړي او امنيت هم بله ستونزه ده ، نو په لويه سطه مقابلې ته مسلسل تمرين پکار دى ، زۀ له حکومت نه دا غوښتنه نه کوم چې دا شيان راته جوړ کړي ځکه چې هغوى شل نورې ستونزې لري بايد خصوصي شرکتونه دا کار وکړي ، په ځاى د دې چې پيسې هلته دلته ضايع کوي دوى بايد ميدانونه جوړ کړي او اسانتياوې برابرې کړي ، پيسې تر اوسه سمې نه دي لگيدلي ، په تيرو اتو کلونو کې موږ تر اوسه يو ميدان جوړ نه کړ حال دا چې يو څه پيسې وې خو ونه کاريدې .

پوښتنه : دا حالت تا ته زړۀ تنگونکى نه دى چې پيسې شته او ونه کاريدې ؟

کبير خان : ما په تيرو شپږو مياشتو کې يو څه هيله وليده ، داسې راته ښکاري چې اوس حکومت پکې دلچسپي اخلي ، ولسمشر مو پټرن چيف دى او د ماليې وزير مو د بورډ مشر دى ، نو اوس داسې راته ښکاري چې يو څه شته او يو څه کيږي ، لوبغاړي هم يو څه تنخواه اخلي ، که څه هم ډيرې نه دي خو دومره دي چې تر نشت ښه دي ، نوى ميدان هم جوړيږي او ويل کيږي چې په نړيوال معيار به وي ، نو ورو ورو پرمختگ کيږي خو موږ غواړو چې خصوصي شرکت راوړاندې شي ، د حکومت چارې تل ورو او اوږدمهالې وي نو خصوصي شرکت او هغه چې له دې لوبې سره مينه لري بايد رامخته شي او دا به د لوبې د راتلونکې لپاره ښه وي او همدا بايد هدف وي چې يو بنسټيزه اډانه ولرو چې ښوونځيو او وړو ماشومانو لپاره لوبه وي ، بايد هدف لوړ وټاکو او په عين حال کې همدا اوسنى حالت هم بايد وساتو بايد نوي تنکي لوبغاړي راولو ټيم ته ، که پر وخت يې رانه ولو نو لکه د کينيا او ايرلنډ به شاته شو ځکه چې که لوبغاړي د يو عمر وي هغوى چې زاړۀ شي او نوي نه وي روزل شوي کار خرابيږي بايد نوي ځوانان رامخته کړو .

پوښتنه : نو د ريس احمدزي تقاعد په دې حساب مثبت کار دى ؟

کبير خان : د اوس لپاره ښه خبره نه ده ، دى زموږ د ملا تير و په کويت کې يې په يوازې سر اتلولۍ وگټلې ، دى په داسې نمبر لوبه کوي چې بل څوک ورته چمتو نه دى ، د دۀ اوسط تر بل هر چا ښه دى ، ماته دى ډير مهم دى خو په عين حال کې هر لوبغاړى بايد داسې وخت لاړ شي چې لا هم ښه وي ، او بايد ځوانانو ته واک ورکړي ، راتلونکې شل اوريزې اتلولۍ به په دوو او د ٥٠ اورونو ورلډ کپ به په څلورو کلونو کې وي ، ځينې نور لوبغاړي هم داسې دي چې ډيره لوبه پکې پاتې نه ده ، بايد لاړ شي چې نوي ځوانان راشي ، موږ بايد ژر بدلونونه راولو ، او بل ورلډ کپ ته ټيم لا ښه کړو ، غواړو چې ٥٠ اوريزو اتلوليو ته لار ومومو بل وار بايد ترې پاتې نه شو .

پوښتنه : له سويلي افريقا سره لوبه څرنگه وينئ ؟

کبير خان : د افغان لوبډلې مثبت نظر ماته مهم دى دا چې زه هر څه فکر کوم مهم نه دى دوى مهم دي ، سويلي افريقا ډير تکړه لوبډله لري خو ښه خبره دا ده چې زموږ هلکان تل دا وايي چې که سويليافريقا له هند څخه وبايلله موږ چانس پيدا کوو ، نو په دې حساب د دوى دغه مثبت فکر ما ته هيله راکوي ، که څه هم ډير چانس نه لرو خو دوى فکر کوي چې چانس شته او دا ښه خبره ده ، د هند له ماتې يې خپلې تيروتنې زده کړې ، لوبغاړي چې له يو بل سره خبرې کوي ټولې مثبتې دي ، دوى غواړي چې ويې گټي ، افغان هلکان نه پوهيږي چې څرنگه ماتې ومني له ماتې يوه ورځ وروسته بيا دا فکر کوي چې څرنگه بله لوبه وگټي ، نو د روزونکي په توگه خوښ يم چې دا کار خپله دوى کوي او زما هڅونې او پارونې ته اړتيا نشته.

پوښتنه : که بيرته د هند لوبې ته ستانه شو ، کله چې افغان لوبډله ميدان ته وتله او ملي سرود غږيدۀ تاسو ته څرنگه و ؟

کبير خان : له هند سره په لوبه کې زه لا احساساتي شوم حال دا چې لوبغاړو ته مې ويل چې مه احساساتي کيږئ ، زۀ خبر يم چې دوى له څومره مشکلاتو تير شوي دي ، د کورنۍ د غړو فشار ورباندې و ، اقتصادي ستونزې يې وې ، کله چې زۀ د افغانستان روزونکى شوم پوهيدم چې دوى ښه دي خو دومره نه وم خبر چې دومره به ښه وي ، دوى چې څه په دوو کلونو کې ترلاسه کړي بل څوک يې نه شي ترلاسه کولى ، دوى ثابته کړې .

پوښتنه : نو چې ملي سرود غږيده څه حال دې و ؟

کبير خان : کله چې ملي سرود غږيده ، زۀ احساساتي شوم کله چې مې د لوبغاړو مخونه وليدل په ميدان کې په لوى سکرين ( د تلويزيون پرده ) وليدل ، ما ډير ژړل ونه ژړل ، يوه نيمه اوښکه به مې بهيدلې وي، ما له ځان سره ويل چې موږ يو هدف ترلاسه کړ خو بيا د مسلکي روزونکي په توگه راوړاندې شوم او ومې ويل چې دا پاى نه دى بايد نور هم ښه شو نور هم پر مخ لاړ شو .

پوښتنه : او چې هند مو درې لوبغاړي ژر دروسوځول وارخطا نه شوې چې شرموونکې ماتې ونه خورې ؟

کبير خان : اوس ورسره عادت يم ، تل همداسې وي ژر لوبغاړي له لاسه ورکړو خو لوبغاړي بيرته لوبه ټينگه کړي ، ډير لوبغاړي لرو چې بيرته لوبه راټينگوي ، پوهيدم چې نور لوبغاړي به لوبه راټينگه کړي ، ډير ځله مهم لوبغاړي اوټ شي خو نور راشي او کار وکړي ، که څوک راته ووايي چې څوک اصلي لبغاړى دى زۀ نه پوهيږم هر يو يې مهم دى ، يو تر بل ښه دي ، په ټولو سياليو کې وينو چې يو نه يو نوى لوبغاړى راوړاندې شي .

ورته مطالب