کريکټ : د پاکستان په ماتولو استراليا پايلوبې ته ورسيده

کريکټ
Image caption د استراليا مايک هسي د لوبې غورنه لوبغاړى و

د کريکټ شل اوريزې نړيوالې اتلولۍ تر اوسه يوازې دوه وارې پخوا شوې وې ، دواړه وار د سويلي اسيا هيوادونو پکې خپل قوت ښوولې و .

په ٢٠٠٧ کال کې پاکستان او هند پايلوبه ولوبوله چې د هند په برياليتوب پاى ته ورسيده .

دوه کاله وروسته بيا پاکستان په پايلوبه کې لوبيدۀ خو د هند پر ځاى يې گاوندى هيواد سرېلنکا سيالي کوله .

دا ځل هم د ډيرو هيله دا وه چې د سويلي اسيا کوم هيواد به پايلوبې ته رسيږي .

خو سرېلنکا او پاکستان په اسانۍ له انگلستان او استراليا ماتې وخوړې او په لومړي ځل پايلوبه کې دوه داسې هيوادونه يو بل ته مخامخ شول چې په سويلي اسيا کې موقعيت نه لري .

پاکستان يوازينى هيواد دى چې په درو سرو اتلوليو کې لږ تر لږه نيمه پايلوبو ته ورسيد .

تيرې دوه نيمه پايلوبې يې په اسانۍ گټلې وې او داسې ښکاريده چې دريمه به هم په بري پاى ته ورسوي .

استراليا پچه وگټله او پاکستان ته يې د منډو بلنه ورکړه .

د استراليا تيزو بالرانو په روانو سياليو کې پرله پسې د مخالفو منډۀ جوړونکو ژوند گران کړى و.

که څه هم د شل اوورونو د دغې سيالۍ لومړنى اوور پاکستاني منډه جوړونکيو بې له کومې منډې پاى ته ورساوه خو په پاتې نولس اوورونو کې يې ١٩١ منډې وکړې چې خورا ډيرې ښکاريدې .

د پاکستان له لورې کامران اکمل پنځوس او د دۀ ورور عمر اکمل شپږ پنځوس منډې وکړې او داسې يې وښووله چې بيا به هم دوى پايلوبې ته لار مومي .

دغه گومان هغه وخت لا پياوړى شو چې د استراليا لومړني څلور لوبغاړي ژر وسوځيدل .

يو وخت استراليا ته په هر توپ درې منډې پکار وې خو بيا يې هم پاکستاني بالران د ميدان هر لور ته وځغلول او هدف يې ترلاسه کړ .

مايکل هسي يوازې په څلورويشت توپونو شپېته منډې وکړې او د دۀ د دغې تيزې لوبې په برکت پاکستان گټلې لوبه وبايلله .

اوس به استراليا د يکشنبه په ورځ ( د مۍ ١٦ ) له انگلستان سره اتلولۍ ته بخت ازمويي .

انگلستان د پنجشنبه په ورځ سرېلنکا ته په اسانۍ ماتې ورکړه .

سرېلنکا لومړى منډې وکړې او يوازې يوسلو اته ويشت منډې يې ترلاسه کړې .

په ځواب کې انگلستان د درو لوبغاړو په له لاسه ورکولو هدف ترلاسه کړ او په لومړي ځل د استراليا غوندې د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو پايلوبې ته ورسيد .

ورته مطالب