فوتبال: چلسي ايف اې کپ هم وگاټۀ

چلسي
Image caption د چلسي کپتان تيري او منځډگري لوبغاړي لمپارډ جام پورته کړ

د انگلستان د فوتبال د مشهور جام ، ايف اې کپ پايلوبه د لندن چلسي د پورتسميت کلب ته په يو صفر ماتې ورکولو وگټله او ورسره يې د ليگ او کپ گټلو گډ وياړ په لومړي ځل ترلاسه کړ.

ايف اې يا د فوتبال فدراسيون کپ د نړۍ تر ټولو لرغونې سيالي ده چې هر کال په انگلستان کې ترسره کيږي او پايلوبه يې د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې مخامخ د تيلې ويزيون په پرده ښوول کيږي .

چلسي تيرکال هم دغه کپ گټلى و خو سږ کال دا وياړ په دې ورته ډير د پام وړ و چې د ليگ اتلولي يې هم خپله کړې وه .

پورتسميت چې له ليگ څخه ووت او په شلو کلبونو کې په شلم نمبر راغى ښه لوبه وکړه او تر ډيره يې چلسي پرېنښود چې گول وکړي .

چلسي په لوبه کې پنځه وارې د پورتسميت د گول ستن ووهله خو بخت بيا هم د پورتسميت خراب و چې د گول په خوله کې ترلاسه کړې هڅه يې په گول بدله نه کړه .

تر دې هم ښه موقعې هغه وخت وه چې پيناتي هڅه يې وموندله خو د چلسي گول ساتونکي پيتر چيک پيناتي وژغورله او لږ وروسته د چلسي دروگبا له څه باندې شل متره ليرې ساحې د فول يو شارټ په گول بدل کړ .

چلسي وروسته خپله هم پيناتي وموندله خو لمپارډ پرې گول ونه کړاى شواى .

د چلسي پرله پسې تيروتنو کوم تاوان وانه ړاوۀ او په پاى کې يې يو صفر اېف اې کپ وگاټۀ .

ورته مطالب