پښتون لوبغاړى يونس خان د انگلستان سرې کاونټي خپل کړ

يونس خان
Image caption يونس خان يو له ډيرو ښو معاصرو لوبغاړو څخه گڼل کيږي

د پاکستان د کريکټ د ملي لوبډلې پخوانى کپتان يونس خان د انگلستان د سرې کاونټۍ خپل کړى او ورڅخه غواړي چې سږ کال له دوى سره د پيسو په بدل کې لوبه وکړي .

يونس خان چې اوس پرې د پاکستان د کريکټ بورډ په ملي لوبډله کې پر لوبې کولو بنديز لگولى دى د نړۍ يو له ډيرو ښو منډه جوړونکو څخه گڼل کيږي .

په مردان کې زيږيدلي يونس خان تير کال د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې د پاکستان د ملي لوبډلې کپتاني کوله .

د دۀ په کپتانۍ کې پاکستان د شل اوريزو اتوليو د گټلو وياړ خپل کړ .

يونس خان په ټسټ ميچونو يا پنځه ورځنيو لوبو کې په هر وار تر پنځوسو منډو په ډير اوسط رنزونه کړي دي او يو له ډيرو ښو لوبغاړو بلل کيږي .

تر دې وړاندې په تيرو کلونو کې يونس خان له ناټينگهم شاير او يارکشاير کاونټيو سره هم لوبې کړي دي.

دوه ديرش کلن يونس خان د پاکستان له ملي لوبډلې هغه وخت ليرې شو چې پر دۀ باندې د استراليا د سفر په ترڅ کې د هغه وخت له کپتان محمد يوسف سره د اړيکو د خرابيدا تور ولگيدۀ .

پر محمد يوسف هم بنديز لگيدلى دى.

د استراليا د سفر په ترڅ کې پاکستان نهه لوبې وکړې چې ټولې يې وبايللې .

د يونس خان د لوبې په باب ويل کيږي چې له تخنيکي پلوه ډير سم دى او د لوبې په ترڅ کېد لوى زړۀ خاوند دى .

ورته مطالب