هرات کې د فوټبال سيالۍ په انځورونو کې

هرات کې د فوټبال لوبغاړي

د هرات لوبغاړو تر دې وړاندې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، خو ویل کیږي اقتصادي ستونزې د دې لوبغاړو د ودې په لاره کې ستر خنډونه جوړ کړي.

د فوټبال لوبو هغه تورنیمټ چې د سولې او دوستۍ جام په نامه یوه اوونۍ وړاندې په هرات کې د افغانستان د اتو لوبډلو په ګډون پیل شوی، دويم پړاو ته رسېدلی دی.

په دې مقدماتي سیالیو کې د هرات دوه کوربه ټیمونو او دا راز د فراه او د کابل دوو لوبډلو نیمه پایلوبو ته لار موندلې.

هرات هر کال د سولې او دوستۍ جام تر سرلیک لاندې د فوټبال د سیالیو کوربه وي.

سږ کال د سولې او دوستۍ جام په سیالیو کې د کابل هرات مزارشریف او فراه ولایتونو اتو لوبډلو ګډون کړی او دغه لوبې له یوې اوونۍ راهیسې د هرات په لوبغالي کې دوام لري.

د دې لوبو په لومړي پړاو کې دوو کوربه او دوو مېلمه لوبډلو ماته خوړلې او له سياليو نه وتلي او په وړاندې یې د فراه د استقلال، د هرات د کابل بانک د هرات د اتفاق او د کابل د اردو لوبډلو نیمه پایلوبو ته لار موندلې.

د هرات د ورزشي چارو آمر جامي: ((د فوټبال په دې مقدماتي سیالیو کې تر ننه څلور ټیمونه په لوبو کې پاتې او ډګر یې پرېښی، په دې کې دوه کوربه او دوه میلمانه ټیمونه شامل دي د کابل د کابل بانک او د مزار شریف د کود برق تیمونه او د هرات انصاري او ابومسلم لوبډلې د سیالیو د دګر نه وتلې، نیمه پایلوبو ته د هرات د کابل بانک د هرات د اتفاق د کابل د اردو او د فراه د استقلال لوبډلو لار موندلې ده.))

د ښاغلي جامي په خبره د دې سیالیو وروستۍ پایله به د دوشنبیې په ورځ څرګنده شي.

ټاکل شوی وه چی پدی سیالیو کی به د ترکمنستان او ایران هېوادو دوی لوبډلې هم ګډون کوي، خو د دې ټیمونو په دې سیالیو کې د برخه اخستلو نه ډډه وکړه.

دغه لوبې چې تاسې یی وینۍ د ولایاتو د تلان ورته راځي او په سیالیو کې ګډون کوي ټول هڅه کوي چې نورو ولایتونو ته ولاړ شي او اتلولي خپله کړي دا د سپورت د ودې یوه مهمه لار ده.

شاه رسول احراري، د فوټبال لوبډلې يو روزونکی

چارواکي وایي هرات ته د دې بهرنيو ټیمونو د نه راتلو علت مالوم نه دی.

په هرات کې فوټبال زیات مینه وال لري، په دې ورځو کې د هرات په لوبغالي کې د فوټبال د مینه والو نسبتاً ګڼ حضور د تېرو کلونو په پرتله د مېلمه او کوربه ټیمونو لوبغاړو ته د سیالې ډلې په وړاندې د ډیرو هڅو زیاته انګیزه ورکوي.

فیروز مشعوف د هرات ښار یو اوسېدونکی دی چې له فوټبال سره ډېره مینه لري، دی وايي:

(( د سولې او دوستۍ جام د فوتبال سیالیو درېیمه دوره سږ کال د اتو لوبدلو په ګډون پیل شوه دا درېیم کال دی چې هرات د سولې او دوستۍ جام تر سرلیک لاندې د فوتبال د سیالیو د ډګر په توګه غوره کیږي، په لوبغالي کې د سیالیو فضا او دلته د فوتبال د مینه والو ګن حضور تر پخوا ښه او د پام وړ و. ))

  • هرات هر کال د سولې او دوستۍ جام تر سرلیک لاندې د فوټبال د سیالیو کوربه وي.
    هرات هر کال د سولې او دوستۍ جام تر سرلیک لاندې د فوټبال د سیالیو کوربه وي.
  • د فوټبال ډیری لوبغاړي او روزونکي په دې باور دي چې د ورته سیالیو په ترسره کېدو سره په افغانستان کې د فوټبال په ډګر د لوبغاړو د ودې زمینه هم په ښه توګه برابریږي.
    د فوټبال ډیری لوبغاړي او روزونکي په دې باور دي چې د ورته سیالیو په ترسره کېدو سره په افغانستان کې د فوټبال په ډګر د لوبغاړو د ودې زمینه هم په ښه توګه برابریږي.
  • په هرات کې فوټبال زیات مینه وال لري، په دې ورځو کې د هرات په لوبغالي کې د فوټبال د مینه والو نسبتاً ګڼ حضور د تېرو کلونو په پرتله د مېلمه او کوربه ټیمونو لوبغاړو ته د سیالې ډلې په وړاندې د ډیرو هڅو زیاته انګیزه ورکوي.
    په هرات کې فوټبال زیات مینه وال لري، په دې ورځو کې د هرات په لوبغالي کې د فوټبال د مینه والو نسبتاً ګڼ حضور د تېرو کلونو په پرتله د مېلمه او کوربه ټیمونو لوبغاړو ته د سیالې ډلې په وړاندې د ډیرو هڅو زیاته انګیزه ورکوي.
  •  چارواکي وایي په هرات کې شاوخوا ۲۵ زره تنه لوبغاړي په دېرشو سپورتي څانګو او ډګرونو کي فعالیت لري.
    چارواکي وایي په هرات کې شاوخوا ۲۵ زره تنه لوبغاړي په دېرشو سپورتي څانګو او ډګرونو کي فعالیت لري.

د هرات ولایت د سپورتي چارو آمریت وایي د ورته سیالیو ترسره کېدل چې په هغو کی د افغانستان د مختلفو ولایتونو او سیمو لوبډلې ګډون کوي کولای شي چې د سولې او دوستۍ پیغام په لوړ اواز واوروي:

(( د دې سیالیو اصلي پیغام لکه څرنګه چې د دې تورنمنټ له نوم نه څرګنده ده سوله او دوستي ده تاسې پوهیږﺉ چې په ټوله نړۍ کې لوبغاړي د سولې د سفیرانو په توګه شهرت لري.))

د فوټبال ډیری لوبغاړي او روزونکي په دې باور دي چې د ورته سیالیو په ترسره کېدو سره په افغانستان کې د فوټبال په ډګر د لوبغاړو د ودې زمینه هم په ښه توګه برابریږي.

د هرات د کابل بانک د فوټبال لوبډلې روزونکی شاه رسول احراري وايي:

(( دغه لوبې چې تاسې یی وینۍ د ولایاتو د تلان ورته راځي او په سیالیو کې ګډون کوي ټول هڅه کوي چې نورو ولایتونو ته ولاړ شي او اتلولي خپله کړي دا د سپورت د ودې یوه مهمه لار ده.))

هرات د افغانستان په لوېدیځ کې یو له هغو ولایتونو دی چې نسبتا پراخ سپورتی ډګرونه لري.

چارواکي وایي په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵ زره تنه لوبغاړي په دېرشو سپورتي څانګو او ډګرونو کي فعالیت لري.

د هرات لوبغاړو تر دې وړاندې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، خو ویل کیږي اقتصادي ستونزې د دې لوبغاړو د ودې په لاره کې ستر خنډونه جوړ کړي.

په افغانستان کې معمولاً ډیری لوبغاړي د دې امکان نه لري چې سپورت د خپلې لومړنۍ دندې په توګه غوره کړي، بلکې دوی دې ته مجبوره دي چې د نورو کارونو ترڅنګ سپورت وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .