کريکټ:افريقاويسټ انډيز ته بيا ماتې ورکړه

جنوبي افريقا د کريکټ په يوې ورځنۍ سيالۍکې ويسټ انډيز ته په ١٣ منډو ماتې ورکړه .

سره له دې چې د ويسټ انډيز يوه لوبغاړي په ٢٤ توپونو کې ٥٨ منډې وکړي خو برى د افريقا په برخه شوه

دغه لوبې چې په ويسټ انډيز کې کېږي، جنوبي افريقا د پچې يا ټاس له گټلو وروسته منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ٥٠ اورونو کې ٣٠٠ منډې وکړي .

د افريقا له لورې د لوبډلې يوازينې مسلمان لوبغاړي امله ٩٢ منډې او دغه راز جک کاليس ٨٥ منډې وکړي، او مخالف لوري ته يې لوړ هدف و ټاکه .

ويسټ انډيز د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ٢٨٣ منډې وکړي،په دوى کې برايف ٧٤ او سايمې په ٢٤ توپونو ٥٨ منډې وکړي خود ټولې لوبډلې له سوځيدو وروسته هم ١١ توپونه پاتې ول .

دا د روانو سياليو دويمه يوه ورځنۍ لوبه ده چې ويسټ انډيز په کې ماتې خوري.

ورته مطالب