فوتبال : انگلستان مکسيکو ته درې يو ماتې ورکړه

گول
Image caption د انگلستان دريم گول گلن جانستن وکړ او لوبه درې يو د دوى په بري پاى ته ورسيده

د انگلستان او مکسيکو ترمنځ دغه دوستانه نړيواله لوبه په لندن کې په لسگونو زره نندارچيانو وليده .

دا تر نړيوالو اتلوليو وړاندې په انگلستان کې دننه د ملي لوبډلې وروستۍ لوبه وه .

لوبه د نړيوالو اتلوليو لپاره د چمتووالي په نيت کيده .

انگلستان په دې لوبه کې گڼ شمير نوي لوبغاړي وازمويل .

شايد په همدې دليل يې هم لوبه ټکنۍ وه .

انگلستان د لوبې په شپاړسمه دقيقه کې گول وکړ .

د کارنر توپ پيټر کروچ په سر وواهۀ د گول مخته رسيدلى توپ کينگ په سر تر جاله ورساوۀ .

پنځلس دقيقې وروسته کروچ خپله گول وکړ او انگلستان دوه صفر وړاندې شو .

خو مکسيکو گڼ چانسونه لرل .

د لوبې په لومړۍ برخه کې د انگلستان گول ساتونکى گرين و ، هغه څو ځله يقيني گولونه وژغورل .

خو د لومړۍ برخې په وروستيو شېبو کې مکسيکو گول وکړ او لوبه يې لا په زړۀ پورې کړه .

د لوبې په دويمه برخه کې انگلستان دريم گول وکړ داسې ښکاره شوه چې لوبه شايد ختمه شي او د مکسيکو مقاوت هم ورسره د پاى ټکى وويني .

خو مکسيکو پرله پسې گوزارونه وکړل .

د انگلستان دفاع ټينگه وه او لوبه په رښتيا هم درې يو د انگلس لوبغاړو په گټه تمامه شوه.

انگلستان راتلونکې اوونۍ په اتريش کې له جاپان سره دوستانه لوبه کوي .

ورته مطالب