فوتبال اتلولۍ: لومړنۍ لوبډلې سويلي افريقا ته ورسيدې

فوتبال
Image caption دا لومړى ځل دى چې د فوتبال نړيوالې اتلولۍ د افريقا په لويه وچه کې ترسره کيږي

د ٢٠١٠ کال فوتبال نړيوالو اتلوليو په دوه ديرشو هيوادونو کې استراليا لومړنى هيواد شو چې سويلي افريقا ته يې لوبډله ورسيده .

د پنجشنبه په ورځ ( د مۍ ٢٧ ) يوه بله الوتکه چې د برازيل لوبغاړي پکې سپارۀ دي سويلي افريقا کې کښته کيدونکې ده.

له مهال وېش سره سم به اسپانيا وروستى هيواد وي چې لوبغاړي يې د جون په يولسمه نېټه سويلي افريقا ته رسيږي .

دغه اتلولۍ د جون په يولسمه نېټه پيليږي خو د اروپا اتل اسپانيا په هغه ورځ لوبه نه لري .

دا لومړى ځل دى چې د افريقا په لويه وچه کې د فوتبال نړيوالې اتلولۍ ترسره کيږي .

سويلي افريقا د کوربه هيواد په توگه اړه نه وه چې د غوراوي له پړاوه تيره شي .

پاتې يو ديرش هيوادونه له خپلو لويو وچو د غوراوي له دوه کلن پړاوه تير شوي او اوس د بري په هيله بخت ازمويي .

د اسيا له لويې وچې څخه شمالي کوريا ، سويلي کوريا ، جاپان او استراليا دا ځل برخه اخلي .

استراليا له تيرو دوو اتلوليو څخه د اسيا د فوتبال فدراسيون ته ورگډه شوې ده .

د دوى په شته والي کې له ډيره وخته وروسته د اسيا کوم اسلامي هيواد د فوتبال اتلوليو ته لار نه ده موندلې .

نژدې دوه لسيزې وشوې چې يو نه يو عرب هيواد او يا هم ايران له اسيا څخه د فوتبال نړيوالو اتلوليو ته لار موندلې وه .

خو دا ځل يوۀ هم لار ونه موندله .

ورته مطالب